ads

د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سولې په اړه اسلام اباد ته سفر كوي

ټاكل شوې د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خبرو لپاره ډېر ژر اسلام اباد ته لاړ شي.

نویسنده: sarwan
2 چنګاښ 1396
د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سولې په اړه اسلام اباد ته سفر كوي

ټاكل شوې د چين د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سولې پروسې په اړه د خبرو لپاره ډېر ژر اسلام اباد ته لاړ شي.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زكريا ويلي، اسلام اباد او بيجينګ له ځينو نورو هېوادونو سره په افغانستان كې د سولې او ثبات ټينګېدو لپاره نږدې همكاري لري.
د نوموړي په وينا، اسلام اباد ته د وانګ يي د سفر په مهال به په افغانستان كې د سولې او ثبات ټينګېدو د څرنګوالي په اړه هم زيات بحثونه وشي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې په ارګ کې د ښځو د حقونو له يو شمېر فعالانو سره په كتنه كې ويلي و، چې چين د لومړي ځل لپاره غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله وکړي او په نږدې راتلونكې كې به د چين د بهرنيو چارو وزير کابل ته راشي.
د جمهور رئيس غني په وينا، پاکستان سره سوله هغه موضوع ده، چې د دوى غوښتنه وه، چې بايد دولت په دولت دا موضوع حل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغانستان پاكستان د طالبانو او حقاني شبكې په ګډون د ترهګرو ډلو په ملاتړ او تجهيز تورنوي او وايي، دغه ډلې د پاكستان په خاوره كې امن پټنځايونه لري، د ډيورنډ فرضي كرښې هاخوا ته تروريستي بريدونه طرحه كوي او په افغانستان كې يې تطبيقوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA