ads

د هلمند والي امنيتي ارګانونو ته د پرونۍ پېښې د څېړلو امر وكړ

د هلمند والي حيات الله حيات په يوه بېړنۍ نظامي غونډه کې امنيتي ارګانونو ته امر وکړ، چې کابل بانک ته څېرمه د ترسره شوي تروريستي بريد په اړه هر اړخيزې جدي څېړنې وکړي.

نویسنده: sarwan
2 چنګاښ 1396
د هلمند والي امنيتي ارګانونو ته د پرونۍ پېښې د څېړلو امر وكړ

د هلمند والي حيات الله حيات په يوه بېړنۍ نظامي غونډه کې امنيتي ارګانونو ته امر وکړ، چې کابل بانک ته څېرمه د ترسره شوي تروريستي بريد په اړه هر اړخيزې جدي څېړنې وکړي.
پرون غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د لښکرګاه ښار کابل بانک ته څېرمه موټر بم ځانمرګى بريد وشو، چې په ترڅ کې يې ۳۴ کسان ووژل شول او ۵۸ نور ټپيان شول.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په وژل شوو او ټپيانو کې لويه برخه مرګ ژوبله د ملکي وګړو ده، چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي.
د سرچينې په وينا، والي حيات الله حيات د دې پېښې څېړلو لپاره بېړنۍ نظامي غونډه راوبلله، چې پکې يې له ملي امنيت، ملي اردو، ملي پوليسو، عامه نظم او سرحدي لېوا ارګانونو څخه يو ځانګړى پلاوى وټاکه او ورته يې دنده وسپارله، چې پېښه په جدي توګه وڅېړي.
نوموړي دغه راز امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې د کوچني اختر په رارسېدو سره د منظم پلان له مخې امنيتي تدابير ټينګ او په ښار کې د ناامنيو جدي مخنيوى وکړي.
په لښكرګاه كې د تېرې ورځې موټر بم ځانمرګي بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA