ads

خليلي له طالبانو د سولې پروسې سره د يو ځاى كېدو غوښتنه وكړه

د سولې عالي شورا د كوچني اختر د رارسېدو په درشل كې له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې وسله وال تاوتريخوالى پرېږدي او د سولې پروسې سره يو ځاى شي.

نویسنده: sarwan
2 چنګاښ 1396
خليلي له طالبانو د سولې پروسې سره د يو ځاى كېدو غوښتنه وكړه

د سولې عالي شورا د كوچني اختر د رارسېدو په درشل كې له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې وسله وال تاوتريخوالى پرېږدي او د سولې پروسې سره يو ځاى شي.
د دې شورا رئيس محمد كريم خليلي نن په كابل كې د خبرو په مهال د طالبانو له لوري په افغانستان كې خپلو هدفونو ته د جګړې له لارې د رسېدو هڅې يوه تېروتنه وبلله.
هغه زياته كړه، طالبان هېڅكله د جګړې له لارې نشي كولاى هغه څه چې غواړي، ترلاسه كړي او بايد دا ډله د سولې په خبرو كې راګډه شي. خليلي ټينګار وكړ، چې جګړه به له تباهۍ پرته په هېواد كې بل څه له ځانه سره ونه لري.
د سولې عالي شورا رئيس د كابل ښار زنبق څلور لارې ته نږدې د موټر بم ځانمرګي بريد، د سالم ايزديار د جنازې پر مراسمو او پر الزهرا مسجد د بريدونو په اړه د طالبانو غبرګونونه د سولې خبرو په برخه كې يو مثبت ګام وباله. د خليلي په خبره، طالبانو نه يوازې د دغو بريدونو پړه ونه منله، بلكې هغه يې وغندل. نوموړي يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل، چې د سولې خبرو د پيل په اړه زيات غور وكړي او په هېواد كې د جګړې پاى ته رسولو لپاره ثابت ګامونه پورته كړي.
په ورته وخت كې د وسله والو طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د كوچني اختر په مناسبت پيغام كې د سولې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو شتون بللى.
د هغه په وينا، د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته له سوله ييزې لارې د هېواد د مسئلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA