ads

اروزګان كې د جګړو له كبله د ماشومانو خوارځواکي زياته شوې

د اروزګان د ولايتي روغتون ډاکټران وايي، چې دې ولايت كې د جګړو له كبله د ماشومانو ښه روزنه نه کېږي او په دې سره د ماشومانو خوارځواکي زياته شوې ده.

نویسنده: sarwan
2 چنګاښ 1396
اروزګان كې د جګړو له كبله د ماشومانو خوارځواکي زياته شوې

د اروزګان د ولايتي روغتون ډاکټران وايي، چې دې ولايت كې د جګړو له كبله د ماشومانو ښه روزنه نه کېږي او په دې سره د ماشومانو خوارځواکي زياته شوې ده.
د ياد روغتون د ښځينه برخې مسوولې صديقې واحدي كليد ته وويل، چې په وروستيو څو مياشتو کې په اروزګان كې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لس فيصده لوړ شوى دى.
نوموړې زياته كړه، چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر ډېرېدو اصلي علت جګړه ده.
د هغې په خبره، که مور د ماشوم سمه روزنه وکړي، نو ماشوم به له خوارځواکۍ ژغورل شوى وي.
په اروزګان کې هغه ميندې، چې په خوارځواکۍ اخته ماشومان يې په ولايتي روغتون کې بستر شوي وايي، چې د روانو جګړو له كبله د خپلو ماشومانو سمې روزنې ته نه دي وزګارې شوې، ځکه يې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
دوى په ولايتي روغتون کې د ډاکټرانو د ښه چلند يادونه هم کوي.
د يادونې وړ ده، چې په اروزګان کې روانې جګړې نه يوازې د ماشومانو خوارځواکي زياته کړې، بلکې له دې وړاندې د ولايتي روغتون مسوولينو ويلي وو، چې په ياد ولايت كې د جګړې له كبله په رواني ناروغيو د اخته کسانو شمېر کې د پام وړ ډېروالى راغلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA