يوې معتبرې سرچينې ويلي چې د کرکټ نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لپاره د افغانستان پرمختګونه تر ژورو بحثونو وروسته تر ډېره منلي او ښايي نن پنجشنبه ماښام اعلان وشي چې افغان لوبډله ټسټ لوبې کولی شي.
د چارشنبې په ورځ (د جون ۲۱) د کرکټ نړيوالې شورا غړو د لندن په زړه کې د خپلو بحثونو په ترڅ کې د افغانستان او ايرلڼد د بشپړ غړيتوب په تړاو خبرې وکړې.
يوې سرچينې چې له دې بحثونو خبره وه بي بي سي ته ويلي چې د افغانستان په وړاندې لوی خنډ د ښځو لوبډله وه چې له افغان لوري ورته قناعت بخښونکی استدلال وشو. سرچينه وايي د چارشنبې په غونډه کې سريلانکا او انګلستان ډېرې پوښتنې لرلې خو په پای کې ټول په دې قانع شول چې افغانستان ته د ټسټ لوبو دريځ ورکړي.
که دا دريځ ورهم کړل شو تر درو کلونو پورې به ازمېښتي پړاو وي چې افغانستان په کې ځان ثابت کړي. د افغانستان پر وخت نن پنجشنبه ماښام شپږ نيمې بجې د غړو هېوادونو مشران په وروستيو رايو کې دا پرېکړه کوي چې افغانستان او ايرلنډ ته دا دريځ ورکړي او که نه. يوې بلې سرچينې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې ايرلنډ ډاډه دي او د پنجشنبې ماښام لپاره يې د لمانځنو چمتووالي نيولي دي.
که دا دريځ افغان لوبډلې وموند کالنۍ بوديجه به يې تر پنځوس ميليونو ډالرو واوړي او له ډېرو پياوړو لوبډلو سره به د لوبو موقع ومومي.