ads

افغانستان پاکستان ته پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو اجازه نه ورکوي

د افغانستان حکومت وايي، پاکستان ته به اجازه ورنه کړي چې پر ډيورنډ کرښه اغزن سيم وغځوي او په دې به ډېر ژر له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

نویسنده: sarwan
1 چنګاښ 1396
افغانستان پاکستان ته پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو اجازه نه ورکوي

د افغانستان حکومت وايي، پاکستان ته به اجازه ورنه کړي چې پر ډيورنډ کرښه اغزن سيم وغځوي او په دې به ډېر ژر له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.
دغه څرګندونې د جمهوري رياست د وياند مرستيال نجيب ازاد په يوه ويډيويي پيغام کې چې رسنيو ته لېږل شوی، بيان کړې دي.
د پاکستان پوځ پرون اعلان وکړ چې د ډيورڼد کرښې په اوږدو کې به د امنيت د ښه والي لپاره پر دغه کرښه کټاره لګول پيل کړي دي. دغه راز به پر کرښې نوې څارګري او دفاعي مرکزونه هم جوړ شي چې دا کار به په څو پړاوونو کې بشپړ شي.
خو د جمهور رييس مرستيال وياند وايي، له ١٨٩٦ز کال راپدېخوا افغان حکومت او ولس هېڅکله ډيورنډ کرښه د يوه رسمي سرحد په حيث نه ده منلې او په حقوقي لحاظ هم، کله چې د تړون يوه خوا له منځه ځي، قرارداد په خپله له منځه ځي.
ده زياته کړې، په دې وروستيو کې د اروپا پارلمان هم ويلي، چې په عمومي ډول اروپا او په ځانګړي ډول بريتانيا دا اشتباه کړې وه چې يو قوم يې په دوو برخو وېشه او دا اشتباه بايد ژر جبيره شي.
هغه وويل: “که پاکستان داسې فکر کوي چې ترهګري د اغزن تار د غځولو په وسيله له منځه ځي، دا غولول دي؛ پاکستان افغانستان او ټوله نړۍ پوهېږي چې ترهګر چېرته دي او پټنځايونه يې چېرته دي، که چېرې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې صادق دى، نو بايد په خپل هېواد کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي او د هغوى ملاتړ ونه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA