ads

چپرهار كې بېړنيو پېښو لپاره روغتيايه څانګه پرانيستل شوه

د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې د عامې روغتيا وزارت په څلور ميليونه افغانيو مالي لګښت بېړنۍ څانګه تر جوړېدو وروسته تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .

نویسنده: sarwan
31 غبرګولی 1396
چپرهار كې بېړنيو پېښو لپاره روغتيايه څانګه پرانيستل شوه

د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې د عامې روغتيا وزارت په څلور ميليونه افغانيو مالي لګښت بېړنۍ څانګه تر جوړېدو وروسته تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
په دې مراسمو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون كړى وو.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کامه وال له قوله راغلي، چې ياده څانګه د شپږو مياشتو په موده کې جوړه شوې او په بېړنيو حالاتو کې په يو وخت کې تر شلو د زياتو کسانو د بسترېدو ظرفيت لري .
د هغه په وينا، په بېړنيو حالاتو کې له دغه مجهز روغتون څخه د چپرهار ترڅنګ د پچيراګام ولسوالۍ ولسونه هم ګټه اخيستلاى شي .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ياد روغتون مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د ولسونو د درملنې لپاره بېړنۍ او لازمې هڅې وكړي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA