د پاکستان په پنجاب ايالت کې د طوفاني باران له كبله پنځه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله په ورکړل شوو راپورونو کې ويلي، سخت باد او باران د برېښنا يو مرکز ته زيان اړولى، چې په ترڅ كې يې د پنجاب ايالت په ډېرى سيمو کې برېښنا پرې شوې ده.
موسمي باران د ځينو کورونو دېوالونه او چتونه غورځولي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې چارواکو ويلي، چې له تېر ماښام راهيسې باران پيل شوى او د نور باران خبردارى يې هم ورکړى دى.
په پاکستان کې هر کال د موسمي بارانونو له كبله سېلابونه راوځي، چې د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني تلفات هم له ځانه سره لري.