ads

کندهاري نجونو مطالعې ته مخه کړې

په کندهار کې د بي بي عايشه (رض) په نوم د نجونو او ښځو لپاره يو ځانګړی لوی او غني کتابتون فعالیت کوي او هره ورځ لسګونه نجونې او ښځې د مطالعې لپاره ورځي او د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کوي.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
کندهاري نجونو مطالعې ته مخه کړې

په کندهار کې د بي بي عايشه (رض) په نوم د نجونو او ښځو لپاره يو ځانګړی لوی او غني کتابتون فعالیت کوي او هره ورځ لسګونه نجونې او ښځې د مطالعې لپاره ورځي او د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کوي.
که څه هم د کندهار ولایت يوه دوديزه ټولنه ده او هلته اوس مهال هم د نجونو د زدهکړو پر وړاندې ستونزه شته، خو د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د نجونو لپاره يو ځانګړی کتابتون جوړ شوی. دا په کندهار کې لومړنی کتابتون دی چې يوازې ښځې او نجونې ترې ګټه اخلي او ډېرې مينهوالې هم لري.
دا کتابتون چې په کندهار کې د یوې مدني فعالې مریم درانۍ لخوا جوړ شوی، په زرګونو ټوکه بېلا بېل کتابونه لري او نجونې يې په خورا مينه مطالعې ته ورځي.
د دې کتابتون مسووله سلیمه وايي، چې کتابتون ته هره ورځ تر سلو زیاتې نجونې د مطالعې لپاره ورځي. د سليمې په خبره، د بي بي عایشه (رض) په کتابتون کې شاوخوا پنځه زره بېلابېل کتابونه وجود لري چې ډېره برخه يې ديني، معلوماتي، تاريخي او ساينسي دي: ((هره ورځ شاوخوا سل تنه نجونې دغه کتابتون ته راځي، دوی له مطالعې سره ډېره لېوالتیا لري، کتابونه ګوري او د خپلې خوښې کتاب يې دلته لولي.))
د ډېرو په باور هغوی چې لیک او لوست کولای شي او مينه ورسره ولري، پوهېږي چې په ژوند کې د مطالعې کول څومره مهم او اړين دي او يو انسان له يوه ځایه کوم ځای ته رسوي، دغه راز ګڼ معلومات ترلاسه کوي او د ژوند د بېلا بېلو لارو د زده کولو لپاره مسلکي کتابونه هم خورا اغېزمن دي. د بي بي عايشه (رض) کتابتون د کتابونو لوستونکې هم په همدې باور دي او دوی وايي د خپلو ديني، ساينسي او تاريخي معلوماتو د زياتولو او دغه راز د ژوند د بېلا بېلو لارو د زده کولو لپاره دغه کتابتون ته راځي، دلته مطالعه کوي او په خپل ژوند کې د مطالعې څرګندې ګټې ګوري. دې نجونو کلید ته وویل د کتابتون له اسانتياوو هم خوښې دي.
د دوی په خبره، دا په کندهار کې يوازينی کتابتون دی چې له هر ډول اسانتیاوو برخمن دی او د نجونو لپاره خوندي او د ډاډ وړ فضا لري. دوی پر نورو زدهکوونکو نجونو هم غږ وکړ چې دې کتابتون ته راشي او د خپلې خوښې کتابونه ولولي څو يې معلومات زيات شي. سارا چې په دغه کتابتون کې په مطالعه بوخته وه کلید ته وویل: ((غواړم له بېلا بېلو کتابونو ګټور معلومات ترلاسه کړم.)) ددې کتابتون يوه بله مينه واله او لوستونکې شکريه وايي، د رسمي زدهکړو تر څنګ مطالعې ته هم اړتيا ده: ((دلته موږ ته ډېره ښه زمینه برابره ده، موږ له نورو نجونو هم غوښتنه کوو چې راشي او د بي بي عایشې (رض) په کتابتون کې د مطالعې له لارې خپل معلومات ډېر کړي.)) دغه راز د کندهار اوسېدونکې تقوا کلید ته وویل: ((موږ مطالعې ته ډېره اړتیا لرو، ځکه کله چې په کوم مضمون يا لوست کې کورنۍ دنده راکول کېږي، نو موږ بیا مطالعې ته اړتیا لرو او دغه مطالعه له موږ سره مرسته کوي چې خپلې کورنۍ دندې په ښه ډول ترسره کړو، له همدې کبله موږ دې کتابتون ته راځو، تر څو مو معلومات ډېر شي.))
که څه هم په کندهار کې د يوه عامه کتابتون تر څنګ ۱۴۰ نور کتابتونونه هم فعالیت لري، خو يوازې همدا د بي بي عايشه (رض) کتابتون د ښځو لپاره ځانګړی دی او ډېرې نجونې ترې ګټه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA