ads

لږ وخت او ډېر پرمختګ

په وړو سوداګريزو کاروبارونو کې اوس مهال داسې ښځې هم شته چې له خورا لږې پانګې يې کــار پــیل کــړی، خــو ډېـر ژر يې پرمختګ کړی او خپله پانګه يې هم زياته کړه ده. دوی لومړی له وړوکي کاروباره په لږ پانګې کار پیل کړی، خو په دقیق او رښتيني ډول يې هــڅه کــړې، د پــرمخـتــګ لارې يې موندلې دي او ژر يې د بريالیتوب لوړو پوړیو ته ځانونه رسولي دي.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
لږ وخت او ډېر پرمختګ

په وړو سوداګريزو کاروبارونو کې اوس مهال داسې ښځې هم شته چې له خورا لږې پانګې يې کــار پــیل کــړی، خــو ډېـر ژر يې پرمختګ کړی او خپله پانګه يې هم زياته کړه ده. دوی لومړی له وړوکي کاروباره په لږ پانګې کار پیل کړی، خو په دقیق او رښتيني ډول يې هــڅه کــړې، د پــرمخـتــګ لارې يې موندلې دي او ژر يې د بريالیتوب لوړو پوړیو ته ځانونه رسولي دي.
كبرا دستګيرزاده د همدې سوداګرو ښځو له ډلې ده. نوموړې له ۵۰ زرو افغانيو پیل وکړ، د ابادۍ دفتر او د سوداګرۍ وزارت د مارکېټونو د پراختیا څانګې په مرسته يې د ترشي، چتني، څو ډوله مربا جوړولو او سبد جوړولو کاروبار ته مخه کړه.
نوموړې د خپل پرمختګ يو بل مهم عامل هم هغه نندارتونونه ګڼي چې د وړو سوداګرو ښځو د تولیداتو د خرڅلاو لپاره په لاره اچول کېږي. نوموړې وايي، د کابل ښار په بادام باغ کې يې په يوه نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل چې خلکو وپېژندل، خوښ يې کړل او کاروبار يې وده وکړه: ((په هغه نندارتون كې مو يواځې ترشي او له بوريا جوړ شوي سبدونه(لوښي) درلودل، د سبدونو لپاره مې يو لوی قرارداد تر لاسه كړ چې دا زما د سوداګريز كار د پيل لپاره يو لوی برياليتوب وو.))
كبرا دستګيرزاده وايي، له هغه وروسته مو په په زياتو نندارتونونو كې ګډون وكړ او اوس د خپلې كمپنۍ د ماركېټېنګ د برخې له لارې خپل محصولات سوپرماركېټونو او هټیو ته د خرڅلاو لپاره وړو.
نوموړې زياتوي، په هر نندارتون كې له ګډون وروسته ورته د نوي تولید مفكوره پيدا شوه او په دې لړ كې يې د سوپ جوړولو مفكوره هم عملي كړه: ((زما يوازينی ډونر يا تمويلوونكی زما خاوند دی چې تل مې له هغه پيسې اخيستې او دا ځل مې د هغه په پيسو له بهر نه د سبو مينځلو او وچولو ماشينونه راونيول.))
كبرا دستګيرزاده د سوداګرو ښځو په مخ کې لويه ستونزه د پانګې نشت بولي: ((ډونران او يا موسسې سوداګرو ښځو ته پيسې نه، بلكې د كار د پيل لپاره لومړني وسايل وركوي، خو زما له نظره د پورونو د وركولو ګټه زياته ده، ځكه وسايل توکو ته اړتیا لري او توکي په پیسو رانیول کېږي.))
نوموړې زياتوي، پور وركوونكي بانكونه لوی ضمانت د كور قباله غواړي چې ښځې يې نه لري، بله دا چې پورونه د سود په شرط وركول كېږي، له همدې کبله ښځې دوراني پانګې نه لري او سوداګريز كار يې له ماتې سره مخ كېږي.
د فــرح فــرحـــت فيـضي شركــت مشره كبرا دستګيرزاده وايي، پخوا بازار ښه و او محصولات به يې پلورل کېدل، خو په وروستیو کلونو کې ناامنيو د ښځو د محصولاتو بازارونه هم ټکني کړي دي او اوس يې محصولات هغه ډول نه پلورل کېږي چې پخوا پلورل کېدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA