د بريتانيا د پايتخت لندن ښار په يوې لوړ پوړيزې ودانۍ کې تېره اونۍ د لګېدلي اور له كبله د وژل شوو کسانو شمېر ۷۹ تنو ته پورته شو.
تېره اونۍ د لندن د ګرينفل ۲۵ پوړيزې ودانۍ په دويم پوړ کې د اور لګېدنې له كبله ياده ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې او اوس هم ژغورونکي تر غورځېدلې ودانۍ لاندې د پاتې مړو پر را ايستلو بوخت دي.
بريتانوي چارواکو ويلي، چې تراوسه د پنځو مړو پېژندنه شوې، خو ښايي ځينې جسدونه و نه پېژندل شي.
د دوى په خبره، که څه هم تراوسه د اور لګېدنې علت نه دى معلوم، خو د ځاني تلفاتو تر څنګ يې ميليونونه پونډه مالي زيان هم اړولى دى.