ads

فارياب كې يوې ۳۰ كلنې ښځې ځان وژنه کړې

د فارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې يوې ښځې ځان وژنه کړې ده.
د فارياب د پوليسو وياند کريم يورش کليد ته وويل، چې۳۰ کلنې نسيمې تېره ورځ د کورني تاوتريخوالي له کبله تېزاب څښلي او خپل ژوند ته يې د پاى ټكى ايښى دى.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
فارياب كې يوې ۳۰ كلنې ښځې ځان وژنه کړې

د فارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې يوې ښځې ځان وژنه کړې ده.
د فارياب د پوليسو وياند کريم يورش کليد ته وويل، چې۳۰ کلنې نسيمې تېره ورځ د کورني تاوتريخوالي له کبله تېزاب څښلي او خپل ژوند ته يې د پاى ټكى ايښى دى.
د فارياب د امنيتي چارواکو په وينا، د کال له پيل څخه تراوسه پورې په دې ولايت كې ۱۱ مېرمنو خپل ځانونه وژلي دي.
نسيمه درېيمه مېرمنه ده، چې د يوې اونۍ په اوږدو كې په فارياب کې ځان وژنه کوي.
هاخوا په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې د کال له پيل څخه تراوسه په يو شمېر شمالي ولايتونو کې ۱۰ مېرمنو خپل ځانونه وژلي دي.
په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو چارو مسوولې خماري حيدري کليد ته وويل، د ۲۰۱۷ کال له پيل څخه تر دې دمه په بلخ، سرپل او سمنګان ولايتونو کې ۱۰ ځوانو مېرمنو خپل ځانونه وژلي او ۸ نورې، چې د ځان وژنې هوډ يې درلود، ژغورل شوې دي.
حيدري زياته كړه، ‌چې ډېر ځله مېرمنې د کورني تاوتريخوالي، کمزوري اقتصاد او په زور د ودونو له كبله ځان وژنې ته اړې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA