ads

غزني کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

امنیتي چارواکي په غزني ښار کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د جنایي جرمونو په تړاو د ۱۰ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
غزني کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

امنیتي چارواکي په غزني ښار کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د جنایي جرمونو په تړاو د ۱۰ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
نیول شوي کسان نن د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزي په مدیریت کي خبریالانو ته هم وښودل شول.
د غزني امنیې قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل وایي، پولیسو له تېرو درېیو ورځو راهیسې د غزني ښار په جنګل باغ، درېیم پلان او خواجه عمري ولسوالۍ کې هغه درې ډلې نیولي، چې په قتل، غلا او نامشروع اعمالو یې لاس پورې کړی و.
هغه وایي، د نیول شویو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته رسېږي.(( نیول شویو کې یوه ډله یې د قتل په تړاو نیول شوې، چې د هلمند ولایت دي او څه موده مخکې یې په جنګل باغ کې خپل یو ملګری وژلی او د هغه پیسې یې غلا کړې دي. بله ډله د وسله والې غلا په تړاو درېیم پلان کې بالفعل نیول شوي او درېیمه ډله چې شپږ کسان دي له خواجه عمري څخه د لواطت په تړاو نیول شوي، چې ټولو یې په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی))
امنیې قومندان ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د نورو مجرمینو په نیولو پسې هم د کشفي ارګانونو هلې ځلې روانې دي او ډېر ژر به هغوی هم د قانون منګولو ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د غزني ښار په شاوخوا سیمو کې د قتل او غلا پېښې ډېرې شوې دي، چې دې چارې د سیمې اوسېدونکي هم سخت اندېښمن کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA