ads

د جلالاباد ـ تورخم سړک بندښت او د خلکو ستونزې

له جلال اباد ښار تورخم ته تلونکي مسافر او پر دغه لویه لاره د ننګرهار د څو ولسوالیو پراته ولسونه وایي، ډېری وخت د هوایي ډګر مخې ته سړک بندېږي او دوی له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
د جلالاباد ـ تورخم سړک بندښت او د خلکو ستونزې

له جلال اباد ښار تورخم ته تلونکي مسافر او پر دغه لویه لاره د ننګرهار د څو ولسوالیو پراته ولسونه وایي، ډېری وخت د هوایي ډګر مخې ته سړک بندېږي او دوی له سختو ستونزو سره مخ کېږي.
دغه مسافر او ځايي اوسېدونکي وايي، هغه مهال بیا په ډېرو سختو حالاتو کې د دغه هوایي ډګر جنوب او شمال لوري ته په فرعي سړکونو تګ راتګ کوي. د دوی په خبره، په یادو فرعي لارو ډېری وخت وسله وال غله راوځي او له مسافرو پيسې او توکي اخلي.
د دغه لويې لارې موټر چلوونکي هم وايي، ډېری وخت د ناڅرګند علت له مخې یاده لویه لاره په ورځو ورځو د ټرافیکو پرمخ تړلې وي او دوی ته یې ګڼې ستونزې پیدا کړې دي، خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، دوی کله ناکله د ځینو امنیتي ګواښونو د راپیدا کېدو پر مهال د دې لپاره چې عامو ولسونو ته زیان وانهوړي، دغه لاره بندوي.
له جلال اباد ښار پېښور ته تلونکې یوې مېرمنې چې سختې ګرمۍ او مزل ستړې کړې وه، له کلید سره د زړه درد شريک کړ، نوموړې د هوايي ډګر او ولايت پر امنيتي چارواکو نيوکه وکړه چې په دغه ډول چارو عام خلک ځوروي.
نوموړې زياته کړه، دوی نه پوهېږي چې ولې دغه لویه لاره هر وخت د مسافرو پرمخ تړلې وي او په دې وخت کې موټر چلوونکي هم ترې ډېرې پیسې اخلي: ((بس زویه له سهاره دلته ناسته یم، لاره یې بنده کړې او تورخم ته ځم، دا موټروانان هم رانه ډېره کرايه غواړي، وایي لاره بنده ده، والي او د دې ميدان چارواکو ظلم پیل کړی دی.))
له بل لوري په دغه لويه لار هره ورځ سفر کوونکی عبدالرحمن چې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی وایي، د هوایي ډګر ساتونکي د ولسونو ستونزو ته نه ګوري او هر وخت دغه لاره د موټرو پر مخ تړي.
نوموړی وایي، کله چې د هوایي ډګر مخې ته د تورخم ـ جلال اباد لويه لاره بنده وي، دوی د دغې ډګر په شمالي او جنوبي لارو د تګ پر مهال ډېر کله وسله وال غله او د حکومت وسله وال ځوروي:((تورخم ته ځم، دا لاره بنده ده، هېڅ یې په سور نه پوهېږو چې ولې یې بنده کړې، بس ولس ځوروي نور نو څه کوي؟))
دا یوازې پر دغې لارې تلونکي مسافر نه دي چې د هوایي ډګر په خوله کې د تورخم ـ جلال اباد لارې له بندېدو شکایت لري، بلکې یو شمېر موټر چلوونکي هم وایي، په ساعتونو ساعتونو په کليو او بانډو کې په فرعي سړکونو له تګ نور تر پوزې راغلي دي. دوی زیاتوي، ډېر کله ددغې لارې د بندېدو له کبله په موټرو کې ناروغان، ماشومان او تور سرې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د تورخم ــ جلال اباد د لويې لارې يوه موټر چلوونکي ابراهیم کلید ته وویل: ((د تورخم لاین ډرېور یم، لاره یې بنده کړې، موټر مو هم خرابېږي، لاره هم اوږده ده، هغسې په رېنګ روډ ځو.)) د دغه لويې لارې بل موټر چلوونکی منیب وايي: ((بس وروره هسې چې په رینګ روډ یا خوشکمبد ځو، لاره لرې ده او هلته غله هم راوځي، موږه هم چور کوي او سورلۍ هم.))
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، کله کله د امنیتي ګواښونو له کبله دغه لویه لاره د څو ساعتونو لپاره بنده وي او ژر يې بېرته خلاصوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وويل، له دې وړاندې پر دغې لارې د هوایي ډګر مخې ته د ځینو چاودنو او پېښو له کبله خلکو ته زيان اوښتی، نو اوس مهال چې دوی کوم ګواښ ويني، دغه لاره د لنډ مهال لپاره بندوي.
هغه وایي، اوس مهال چې یاده لاره تړل شوې، ژر به بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانيستل شي: ((کله چې کوم امنیتي ګواښ او اندېښنه وي، لاره یو څه وخت بنده وي، څو په دغه لاره تلونکو ولسونو ته زیان ونه رسیږي، نور هېڅ خبره نه ده.))
د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره تلونکي مسافر او موټر چلوونکي په داسې حال کې د هوایي ډګر مخې ته د دغې لارې له تړل کېدو شکایت کوي، چې له نن څو کاله وړاندې به یاده لاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو او ننوتو پرمهال هم په ساعتونو بنده وه او هغه مهال پکې د يو شمېر پېښو له کبله خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA