ads

د افغان ښځينه سندرغاړو سرلارې؛ ښاپېرۍ نغمه

نه پوهېږم چې اوس به هم چل ورځي کنه، خو څو کاله وړاندې یې يوه سندره چې ويل يې ((څوک په چا څه رنګه ګرانېږي؟ ماته چل نه راځي)) ډېره خوله په خوله شوه، خلکو ډېره خوښه کړه، هوټل، دوکان، موټر، راډيو، ټلوېزيون او هر لور ته د همدې سندرې چيغې اورېدل کېدې چې ماته چل نه راځي.

نویسنده: sarwan
30 غبرګولی 1396
د افغان ښځينه سندرغاړو سرلارې؛ ښاپېرۍ نغمه

نه پوهېږم چې اوس به هم چل ورځي کنه، خو څو کاله وړاندې یې يوه سندره چې ويل يې ((څوک په چا څه رنګه ګرانېږي؟ ماته چل نه راځي)) ډېره خوله په خوله شوه، خلکو ډېره خوښه کړه، هوټل، دوکان، موټر، راډيو، ټلوېزيون او هر لور ته د همدې سندرې چيغې اورېدل کېدې چې ماته چل نه راځي.
پېژندل شوې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه په ۱۳۴۲لمريز کال د کندهار ښار په چاوڼۍ سيمه کې د سیدسلېمان شاه په کور کې زېږېدلې. د نغمې کورنی نوم ښاپېرۍ دی، هغه د ښکلا له پلوه هم په ټول هېواد کې يو ځانګړی نوم لري او که هرڅوک د کومې نجلۍ د ښکلا بېلګه وړاندې کوي، نو وايي د نغمې په څېر ښايسته ده.
زما يادېږي موږ چې ماشومان وو، د نغمې نوم به مو ډېر اورېده خو پوهېدو نه چې دا نغمه لاڅوک ده، اوس چې موږ هم پاخه عمر ته رسېدلي يو، نغمه لا هماغه ښايسته، تازه او ځوانه ده.
ښاپېرۍ نغمې يو دم سندرې نه دي پيل کړې، دې په ماشومتوب کې ترانې ويلې دي هغه وخت چې د کندهار ښار په بي بي عينو ليسه کې زده کوونکې وه، ياده ليسه يې تر نهم ټولګي پورې ولوسته، کابل ته له کډه کېدو وروسته يې د کابل په رابعه بلخي ليسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې وکړې.
نغمې سندرې په مينه پیل کړې دي، د نوموړې له لومړۍ سندرې چې د ملي ټلويزيون په پرده يې وويله هم د مينې تاو پورته کېده او دا يې څرګنده کړې وه چې مينه کوي، مينه پالي او له خولې يې د مينې ترانې پورته کېږي، د نوموړې لومړۍ سندره چې په ټول هېواد کې یې نغمه ټولو ته ور وپېژندله داسې وه: ((سوځم په غمونو په چلند د زمانې، وځي مې له خولې نه ستا د مينې ترانې)) دا سندره له تاوده هرکلي سره مخ شوه. نغمه د افغانستان د ښځينه سندرغاړو په لومړي سر کې راځي، هغې په پښتو، دري او اردو ژبو سندرې ويلې دي.
کله يې چې په ښوونځي کې ترانې ويلې، د ښه غږ لرلو له کبله سندرو ته وهڅول شوه، خو په کندهار کې يې نه شوای کولای سندرې ووايي له همدې کبله کابل ته راغله.
په کابل کې يې له پېژندل شوي سندغاړي منګل سره واده وکړ او د هغه په مرسته يې د سندرو کاروان مخته يووړ، تر دې چې د خپل وخت ځلانده او نوميالۍ سندرغاړې وشمېرل شوه.
نغمه د سندرو ويلو تر څنګ شعرونه هم ليکي، د هغه د شعرونو لومړۍ ټولګه د (ماته هنداره) په نوم چاپ شوه، نغمې په کابل کې د حالاتو د خرابېدو له کبله له خپل خاوند سره پېښور ته کډه وکړه، دې هلته هم سندرو ويلو ته ادامه ورکړه او بيا يې وروسته بهرنيو اروپايي ملکونو او امريکاته سفرونه وکړل او ډېر وخت په بهر کې و اوسېده.
نغمې ټول ټال ۲۵۰۰کيسټونه ډک کړي دي. پر دې سربېره يې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرټونه هم وركړي دي. نغمه اوس په کابل کې اوسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA