ايران ملګرو ملتونو ته شکايت کړى، چې امريکا په خپلو بې باکانه څرګندونو د دغه هېواد په داخلي چارو کې څرګنده مداخله کوي.
په ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي سفير سرمنشي انتونيو ګوتريس ته د هغه څه په اړه شکايت کړى، چې څو ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي و، په ايران کې د قدرت د سوله ييز انتقال لپاره به متحده ايالات خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ايران سفير د امريکا د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې غندلي او له نړيوالو يې غوښتي، چې دوى دې هم دغه څرګندونې وغندي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير څه موده وړاندې ولسي جرګې ته د وينا په مهال ويلي و، په ايران کې داسې ډلې شته، چې بايد همکاري ورسره وشي، ترڅو په دغه هېواد کې قدرت په سوله ييز ډول انتقال شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ