د کندوز ولایت امنیې قومندان جنرال عبدالحمید حمیدي وایي، چې د روانې جوزا مياشتې په اوولسمه د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې دوه تنو په یوې ۷ کلنې نجلۍ لومړی جنسي تېری کړی او بيا يې وژلې ده.
امنیې قومندان وویل، ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې يادې نجلۍ د خپل ګاونډي کور ته شيدې ور وړې وې.
د عبدالحميد په خبره، لومړی په ۷ کلنې ماشومې نجلۍ جنسي تېری شوی او وروسته يې په غاړه کې دستمال اچول شوی او وژل شوې ده.
حميدي زياته کړه، چې د وژل شوې نجلۍ مړی يې په بوجۍ کې اچولی او بوجۍ يې په يوه لويه وياله کې خوشې کړې ده.
د امنیې قومندان په وینا، چې د پېښې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
په ورته وخت کې د وژل شوې نجلۍ پلار وايي، چې لور يې پوره درې ورځې ورکه وه او وروسته له هغې يې مړی د کور تر څنګ وياله کې موندلی دی.
د وژل شوې نجلۍ پلار له دولته په کلکه غوښتنه کوي، چې باید عدالت پلی کړي او د دوی د لور قاتلینو ته سخته سزا ورکړي.
په ورته وخت کې نيول شوي دوه تنه په خپل جرم اعتراف کوي او وايي، چې لومړی يې په يادې نجلۍ جنسي تېری کړی او بيا يې وژلې ده.
په تیرو وروستیو کلنو کې په ماشومانو باندې لومړی جنسي تېری او بیا وژل کېدل لومړۍ پېښه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم دې ته ورته پېښې شوې دي، چې لویه قرباني یې کم عمره ماشومان دي.