ads

د ٢٠١٧ ميلادي کال د اتلانو جام سياليو پايلوبه پاکستان وګټله

پاكستان د کرکټ نړيوالې شورا د ٢٠١٧ ميلادي کال د اتلانو جام سياليو پايلوبه كې، چې تېره ورځ په بريتانيا كې ترسره شوه، هند ته ستره ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې وګټله.

نویسنده: sarwan
29 غبرګولی 1396
د ٢٠١٧ ميلادي کال د اتلانو جام سياليو پايلوبه پاکستان وګټله

پاكستان د کرکټ نړيوالې شورا د ٢٠١٧ ميلادي کال د اتلانو جام سياليو پايلوبه كې، چې تېره ورځ په بريتانيا كې ترسره شوه، هند ته ستره ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې وګټله.
د لوبې پچه د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او پاكستاني لوبغاړو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د پاكستان د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو پنځوس اورونو كې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د هند لوبډلې ته ۳۳۹ منډې هدف وټاكه، خو هندۍ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه كړاى شو او په ۳۰ اعشاريه ۳ اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې جوړې كړې.
پاكستان دا لوبه د ۱۸۰ منډو په توپير وګټله.
په دې سياليو كې هند له پاكستان څخه خپله لومړۍ لوبه، چې د جون مياشتې په څلورمه نېټه ترسره شوې وه، د ١٢٤ منډو په توپير ګټلې وه.
د کرکټ نړيوالې شورا د اتلانو جام لوبې په هرو دوو كلونو كې يو وار كېږي، چې د نړۍ اته پياوړې او غوره لوبډلې پكې برخه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA