ads

د هند او افغانستان ترمنځ د هوا له لارې سوداګري نن پيلېږي

د هند او افغانستان ترمنځ د هوا له لارې سوداګري نن پيلېږي، خو مخکې ويل شوي و، چې دغه هوايي دهلېز به د يکشنبې په ورځ فعال شي، خو دا چاره نن ورځې ته وځنډول شوه.

نویسنده: sarwan
29 غبرګولی 1396
د هند او افغانستان ترمنځ د هوا له لارې سوداګري نن پيلېږي

د هند او افغانستان ترمنځ د هوا له لارې سوداګري نن پيلېږي، خو مخکې ويل شوي و، چې دغه هوايي دهلېز به د يکشنبې په ورځ فعال شي، خو دا چاره نن ورځې ته وځنډول شوه.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواكو د دې ځنډ علت د هند يو لړ كورنۍ ستونزې يادې كړې وې.
د دې خونې د عامه اړيكو مسوول صيام الدين پسرلي له كليد سره په خبرو كې وويل، له دې وړاندې له هند سره چې سوداګري وه، پاكستان افغان سوداګرو ته په بندرونو كې ډېرې ستونزې جوړولې او د واګې له بندر څخه وړاندې افغان سوداګرو ته د تګ اجازه نه وركول كېده.
نوموړي زياته كړه، د پاكستان له لارې افغان سوداګرو يوازې هند ته صادرات درلودل او د وارداتو اجازه يې نه درلوده.
د پسرلي په وينا، د كابل او نوي ډيلي ترمنځ به د هوا له لارې له غير قانوني پيسواخيستو پرته په لږ لګښت او كم وخت كې دغه صادرات او واردات ترسره كېږي.
بايد وويل شي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر کال هند ته د سفر په مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي کارګو د پيلولو وړانديز کړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA