په بريتانيا کې پر خلکو د موټر خېژولو تازه پېښه کې يوولسو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بريتانوي رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، يو مشکوک کس تېره شپه يو موټر د لندن ښار فينزبري پارک ته څېرمه پر خلکو وخېژاوه، چې په نتيجه کې يې يو تن ووژل شو او لس نور ټپيان شول.
ويل كېږي وژل شوى كس او ټپيان د تراوېح لمانځه له ادا كولو وروسته له جومات څخه راوتلي وو، چې دا پېښه رامنځته شوه.
موټر چلوونکی له پېښې وروسته په سيمه کې د عامو خلکو له خوا په نښه او نيول شوی دی.
د بريتانيا لومړۍ وزيرې تيرېزا مې دا يوه وېروونکې پېښه بللې ده.
په دغه هېواد كې د تېرې مياشتې تر خونړي بريد وروسته، چې پر يو نڅا ځاى د ځانمرګي بريد په نتيجه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د احتمالي ترهګريزو بريدونو له وېرې بېړنى حالت پر خپل ځاى پاتې دى.