ads

ايراني ځواكونو د سوريې په جنوب كې د داعش پر نظامي مركزونو بريد کړی

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ويلي، چې د سوريې په جنوب کې يې د داعش نظامي مرکزونه په توغنديو ويشتي دي.

نویسنده: sarwan
29 غبرګولی 1396
ايراني ځواكونو د سوريې په جنوب كې د داعش پر نظامي مركزونو بريد کړی

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ويلي، چې د سوريې په جنوب کې يې د داعش نظامي مرکزونه په توغنديو ويشتي دي.
د سپاه پاسداران يو وياند وايي، چې دا بريد يې د ايران پر پارلمان او د خميني پر مقبرې د داعش د بريد په غچ کې کړى دى.
څو ورځې وړاندې په تهران کې د پارلمان پر ودانۍ او د خميني پر مقبرې ډله ييز بريدونه وشول، چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د يادو بريدونو مسووليت داعش ډلې منلى و.
دا لومړى ځل دى، چې ايران د سوريې په خاوره کې د داعش نظامي اډې په توغندويي بريد سره په نښه کوي.
ايران د سوريې د جمهور رئيس بشارالاسد ملاتړى هېواد دى، چې د نظامي همکارۍ ترڅنګ يې هلته يو شمېر ځواکونه هم له داعش او نورو وسله والو ډلو سره پر جګړې بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA