59
۲۹ غبرګولی ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

كابل ښار كې د تښتول شوې بهرنۍ سلاكارې برخليک لا معلوم نه دی

د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواكي وايي، چې تراوسه په كابل ښار كې د دغه وزارت د بڼوالۍ پروژې د تښتول شوې بهرنۍ سلاکارې د برخليك په اړه معلومات نه لري.
د ياد وزارت د وياند لطف الله راشد په وينا، دغه بهرنۍ سلاكاره تېره ورځ د كابل ښار په كارته چهار سيمه كې دندې ته د تګ په مهال وتښتول شوه.
ځينو کورنيو رسنيو ويلي وو، چې ياده تښتول شوې سلاکاره امريکايۍ ده، خو راشد دا ادعا رد کړه.
د نوموړي په خبره، د امنيتي دلايلو له کبله د دې بهرنۍ ښځې هويت نه شي په ډاګه کولى.
تراوسه د تښتوونکو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم د تښتونې انګېزه معلومه شوې ده.
د بڼوالۍ پروژه د نړيوال بانک لخوا تمويلېږي او د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د چارواكو په خبره، د بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې درې بهرني سلاکاران کار کوي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې مې مياشتې په شلمه نېټه نامعلومو وسله والو د کابل ښار پر يوه مېلمستون بريد وكړ، يوه جرمنۍ ښځه او د هغې يو افغان ساتونکی يې ووژل او يوه فنلنډۍ ښځه يې وتښتوله، چې تراوسه يې برخليك معلوم نه دى.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *