د کلید راډیو

په ننګرهار كې داعشيانو درې وروڼه وژلي
16 ساعته وړاندې

په ای پي ال کې نن پنجاب او ډيلي لوبه کوي
17 ساعته وړاندې

په ننګرهار كې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي
16 ساعته وړاندې

طالبانو د هرات له چشت ولسوالۍ څلور مسافر تښتولي
13 ساعته وړاندې

په بوم کې برېښنا
۱۳ وری ۱۳۹۷

لالهانده نجلۍ
۱۲ وری ۱۳۹۷

شپږویشت کلنه غمجنه یم!
۵ وری ۱۳۹۷

کاروان؛ د زړونو او مینې شاعر
۵ وری ۱۳۹۷
د پاکستاني د ورکو شوو دوو ډيپلوماټانو د موندلو په اړه جدي پلټنې پيل شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ د دوو تنو کارکوونکو په اړه، چې د تورخم ــ جلال اباد په لویه لاره نادرکه شوي، جدي پلټنې پیل شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې د تېرې جمعې په ورځ په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ دوه تنه کارکوونکي چې پاکستان ته تلل د تورخم ــ جلال اباد په لویه لاره نادرکه شوي دي.
نوموړی وایي، دغو ډیپلوماټانو د تګ په وخت کې ولایتي او امنیتي چارواکو ته خبر نه و ورکړی او په خپل سر روان شوي وو.
د والي ویاند زیاتوي، دوی هڅې پیل کړې دي، چې ترڅو ياد ډيپلوماټان پیدا او د قنسلګرۍ استازو ته یې وسپاري.
د تورخم ـــ جلال اباد په لویه لاره دا لومړی ځل نه دی، چې خلک نادرکه کېږي، بلکې له دې څو پلا وړاندې هم ورته پېښې تکرار شوې دي.