367
۲۹ غبرګولی ۱۳۹۶
لیکونکی: اسدالله دولتزی

توره بوړه له داعشيانو په بشپړ ډول پاکه شوه

د ننګرهار ولايت په پچيراګام ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د تورې بوړې سيمه هم له داعش وسله والو په بشپړ ډول پاکه شوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې امنيتي ځواکونه د تورې بوړې پر تورو غرونو ور وختل او دغه ستراتېژيکه سيمه يې د داعش وسله والې ډلې له شتونه پاکه کړه.
د سرچينې په وينا، افغان ځواکونه دا مهال د الف خېلو او مرخڼۍ کليو په لور د تعارض په حالت کې مخ په وړاندې روان دي .
ياد عمليات، چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لېوا ځواکونو په مشرۍ پيل شوي، پکې پر افغان کومانډو او ځانګړو ځواکونو سربېره، د ملي امنيت موظفين، ملي، سرحدي، عامه نظم او سيمه ييز پوليس برخه لري .
امنيتي چارواكي وايي، چې په روانو عملياتو کې تر دې مهاله ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
دوى داعش وسله والو ته د اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *