ads

پاکستان او هند نن د کرکټ د اتلانو جام پايلوبه ترسره کوي

د هند او پاكستان اتباع د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړيوالې شورا د ٢٠١٧ ميلادي کال د اتلانو جام پايلوبې ته شېبې شمېري.

نویسنده: sarwan
28 غبرګولی 1396
پاکستان او هند نن د کرکټ د اتلانو جام پايلوبه ترسره کوي

د هند او پاكستان اتباع د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړيوالې شورا د ٢٠١٧ ميلادي کال د اتلانو جام پايلوبې ته شېبې شمېري.
د پنځوس اوريزو لوبو دغه پايلوبه به نن د افغانستان په وخت ماسپښين دوه بجې د لندن په اوول لوبغالي كې پيل شي.
تمه ده، چې ياده پايلوبه په ټوله نړۍ كې سلګونه ميليونه كسان د ټلويزيونونو له لارې وګوري.
په دې سياليو كې هند له پاكستان څخه خپله لومړۍ لوبه، چې د جون مياشتې په څلورمه نېټه ترسره شوې وه، د ١٢٤ منډو په توپير ګټلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA