ads

هرات کې یو پولیس نامعلومو وسله والو وژلی

امنيتي چارواکي وايي، په هرات ښار کې د پولیسو یو سرتېری د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

نویسنده: sarwan
28 غبرګولی 1396
هرات کې یو پولیس نامعلومو وسله والو وژلی

امنيتي چارواکي وايي، په هرات ښار کې د پولیسو یو سرتېری د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د هرات د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د یاد ولایت په خواجه کله سیمه کې را منځته شوې ده.
ولیزاده وايي، وژل شوی سرتېری د یاد ولایت د پوليسو د روزنې د مرکز افسر و، چې د نامعلو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د ولیزاده په وینا، بريدګر د پېښې له سيمې تښتېدلي دي.
ولیزاده زياته كړه، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، ترڅو د پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA