ads

د نجونو د ښوونځیو په وړاندې ګواښونه 

په وروستیو کې په غزني کې د نجونو د ښوونځیو په وړاندې امنيتي ګواښونه ډېر شوي او دې ستونزې په دغه ولایت کې د ښځو حقونو د فعالانو اندېښنې راپارولې دي.

نویسنده: sarwan
28 غبرګولی 1396
د نجونو د ښوونځیو په وړاندې ګواښونه 

په وروستیو کې په غزني کې د نجونو د ښوونځیو په وړاندې امنيتي ګواښونه ډېر شوي او دې ستونزې په دغه ولایت کې د ښځو حقونو د فعالانو اندېښنې راپارولې دي.
دوی وېره څرګندوي چې ښايي په دغه ولایت کې د نجونو ډېری ښوونځي وتړل شي. دوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو له دې کبله په غزني کې د نجونو اړوند ۲۷ بابه دیني مدرسې وتړلې، چې ګواکې نجونې له محرم پرته په همدې پلمه له کورونو بهر وځي او یا هم په ډېری مدرسو کې ورته د وهابیت درسونه ورکول کېږي.
دغه راز له تېرې غويي میاشتې راهيسې غزني ښار ته څېرمه د ولیعصر خاک غریبان د نجونو ښوونځي نیږدې ۹۰ تنه زدهکوونکې مسمومې شوې، دغه راز ځینو وسله والو د غزني ښار ته څېرمه د اسفندې په سیمه کې هم د نجونو ښوونځی دوه ځلې وسوځاوه او په قره باغ سیمه کې یې هم  دوه اوونۍ مخکې د نجونو یو ښوونځی په بمونو والوزاوه.
په غزني کې د ښځو د حقونو فعالانې دې پېښو ته په کتو اندېښنه څرګندوي او وایي، چې له همدې کبله ډیری کورنیو خپلې نجونې ښوونځیو ته له تګ منعه کړې دي.
دوی وایي، ځایي حکومت باید د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په دې ولایت کې د نجونو د ښوونځیو او نورو روزنیزو مرکزونو په وړاندې د شته ګواښونو مخنیوی وکړي.
په غزني کې د ښځو د حقونو یوې فعالې زهرا جنبش کلید ته وویل، چې د نجونو د مدرسو او ښوونځیو په وړاندې وروستۍ پېښې خورا اندیښمنوونکې دې: ((له یوې نیمې میاشتې راهیسې غزني کې د نجونو ۲۷ مدرسې وتړل شوې، په همدې موده کې ښار ته په دوه او لس کیلومترۍ کې نجونې مسمومې شوې، د نجونو مکتبونه وسوځول شول او یا هم په بمونو ویجاړ شول، دې پېښو د نجونو پر روحیاتو منفي اغېز کړی دی او همدا اوس ډېری کورنیو خپلې نجونې له ښوونځیو راګرځولې دي.))
جنبش وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په غزني کې به ډیری نجونې له زدهکړو محرومې او د هغوی ښوونځي به هم غیر فعاله شي.
له بل لوري په غزني کې مدني فعاله ثریا غزنوي هم د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې وروستیو امنیتي ګواښونو اندېښمنه کړې او وایي چې له دغو پېښو وروسته د ښار په ښوونځیو کې هم د زدهکوونکو حضور او شمېر د پخوا په پرتله کم شوی دی.
هغه امنیتي ارګانونه د نجونو د ښوونځیو په ساتلو کې پر بې غورۍ او کمزورۍ تورنوي او وايي، چې د پوهنې ریاست باید د دیني عالمانو او قومي مخورو له لارې د نجونو ښوونځیو ته شته امنیتي ګواښونه له منځه يوسي: ((امنیتي ارګانونه نه شي کولای د ښوونځیو امنیت ونیسي، حللاره داده چې د دیني عالمانو او سپین ږیرو له لارې باید له وسله والو طالبانو سره خبرې وشي، څو ستونزه حل او زدهکوونکې په ډاډه زړه ښوونځیو ته لاړې شې.))
مېرمن غزنوي وایي، داسې راپورونه یې هم ترلاسه کړي، چې وسله والو له ښاره بهر د ځینو نورو ښوونځیو مدیرانو ته هم سپارښتنه کړې، څو د دوی تر خبرتیا پورې ښوونځي وتړي: ((دې ورځو کې طالبانو د منګور په سیمه کې هم د نجونو د ښوونځي مدیرې ته ویلي چې ښوونځی وتړي، تر څنګ یې په ډېری لرې پرتو سیمو کې د سویډن موسسې لخوا نجونو ته د سواد زدهکړې ټولګي هم د وسله والو له لوري تړل شوي دي.))
خو د غزني ولایت د پوهنې د ریاست چارواکي بیا د نجونو د ښوونځیو په وړاندې د امنیتي ګواښونو شتون او زیاتوالی نه مني او وایي چې تر اوسه دغو ښوونځیو ته د وسله والو مخالفینو لخوا هېڅ ډول ستونزه نه ده راولاړه شوې.
د غزني ولایت د پوهنې رييس محمد عابد عابد وایي، وسله والو تر اوسه رسمي ښوونیزو مرکزونو ته هېڅ ګواښ نه دی کړی: ((کومې مدرسې چې تړل شوې، هغه غیر رسمي دي او ځینو ښوونځیو ته چې اور اچول شوی یا چاودنه پکې شوې، لومړني معلومات دا دي، چې دا کار ځینو مغرضو کسانو د شخصي تربګنیو له کبله کړی دی، تاسې شاهدان یاست چې طالبانو یې مسئولیت هم نه دی منلی.))
عابد وایي، وسله والو طالبانو د نجونو هېڅ ښوونځي ته ګواښ نه دی کړی او په خبره يې د نجونو ټول ښوونځي فعاله دي، خو که په ځينو ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر کم شوی وي، هغه ممکن د روژې میاشتې له کبله وي.
له بل لوري د غزني د والي سرپرست ویاند سباوون غروال بیا که څه هم د خلکو اندېښنې پر ځای بولي، خو وایي چې ځايي حکومت په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې د نجونو ښوونځي فعاله او له ګواښونو خوندي وساتي: ((پر ښځینه ښوونځیو وروستي بریدونه واقعاً د اندېښنې وړ دي، خو ځایي اداره او د پوهنې ریاست تر وروستي توانه هڅه کوي، د خلکو له غوښتنو سره سم ځان عیار کړي، څو ښوونځي فعاله واوسي او زموږ خویندې د زدهکړو له حقه بې برخې نه شي.))
نوموړی زياتوي، وسله والو دینې مدرسې د وهابیت د ترویج د مخنیوي په هدف تړلې، چې په خبره يې هغه هم غیرراجستر شوې مدرسې وې، خو د پوهنې ریاست اړوند ټولې مدرسې فعاله دي.
نوموړی ډاډ ورکوي، چې ښوونځیو ته د وسله والو ډلو لخوا هېڅ راز ګواښ نشته او خلک دې په ډاډه زړه خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA