ads

بې وزله کورنیو ته کاري زمینه

که څه هم په دې وروستیو کې ګڼو خیریه ټولنو له اړمنو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو لرۍ پیل کړې او له ګڼو کسانو سره يې مرستې کړې دي، خو د چارو د پوهانو په باور، که چېرې له دغو اړمنو سره د خوراکي توکو پرځای، دوی ته د کاري زمینو په برابرولو کې هڅې وشي، نو د تل لپاره به د بل له اړتیا خلاص او د يوه عاید لرونکي وي.

نویسنده: sarwan
28 غبرګولی 1396
بې وزله کورنیو ته کاري زمینه

که څه هم په دې وروستیو کې ګڼو خیریه ټولنو له اړمنو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو لرۍ پیل کړې او له ګڼو کسانو سره يې مرستې کړې دي، خو د چارو د پوهانو په باور، که چېرې له دغو اړمنو سره د خوراکي توکو پرځای، دوی ته د کاري زمینو په برابرولو کې هڅې وشي، نو د تل لپاره به د بل له اړتیا خلاص او د يوه عاید لرونکي وي.
په همدې هدف په جلال اباد ښار کې د ظاهر خیریه بنسټ له لوري له ۱۱ اړمنو کورنیو سره د کاري زمینو د برابرولو او د کاري وسایلو د وېش مرسته ترسره شوه.
په دغو مراسمو کې د یاد بنسټ ګڼ شمېر غړو، مدني فعالانو، دیني عالمانو او یو شمېر اړمنو کسانو ګډون کړی وو.
د ظاهر خیریه بنسټ په استازولۍ اکمل ظاهر په خپلو خبرو کې وویل، دوی له یوه پاک او سپېڅلي نیت سره په دې برخه کې هڅې پیل کړې او تر اوسه پورې ورسره ګڼو هېوادوالو د مرستې د ترسره کولو او همکارۍ ژمنې کړې دي.
نوموړی وایي، له دې وړاندې یې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې د مهربانۍ دیوالونه جوړ کړي چې خلک پکې د دوی له اړتیا زیاتې جامې ځوړندې او د دغه بنسټ له ادرسه اړمنو ته ورسېږي.
ظاهر زیاتوي، نن یې په يوه نوي پرمختګ کې د کاري زمینو برابرولو په هدف له ۱۱ کورنیو سره د کاري زمینو د برابرولو او وسایلو مرسته ترسره کړه: ((زموږ لومړی اقدام دا و، چې په ښار کې مو د مهربانۍ دیوالونه جوړ کړل، اوس دا دی له ۱۱ کورنیو سره د کاري وسایلو مرسته ترسره کوو.))
په همدې حال كې بيا د مثبت بدلون ټولنې مشر او د ننګرهار د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس استاد عبدالبصیر سباوون په خپلو خبرو کې د ظاهر خیريه بنسټ دغه ګام وستايه.
نوموړی زیاتوي، خیریه ټولنې دې د بې وزلو د دایمې بې وزلۍ د ختمولو لپاره هڅې وکړي، نه د یوې ورځې د خوارکي توکو: ((دلته اوس د خیریه ټولنو له لوري یوه سالمه هڅه پیل شوې، دغه نن چې څه وشول، دا تر ټولو ستر او غټ کار دی.))
له بل لوري بیا په ختیځ کې د ملي ثبات ټولنې مشر عتیق الله ژمن له یادو اړمنو کسانو وغوښتل چې په دې کاري وسایلو سره ځانونو ته دايمي کارونه برابر کړي او د تل لپاره له بېوزلۍ ځان وژغوري.
هغه زیاتوي، که چېرې خیريه بنسټونه له خلکو سره دغه ډول مرستې وکړي، نو ژر به په هېواد کې د بېوزلۍ کچه را ټیټه شي: ((که ته په کال کې دومره شوې چې کور ته دې ډوډۍ پیدا کړه، نو ته به بیا کوښښ کوې چې بل اړمن سره هم مرسته ترسره کړې.))
له بل لوري بیا هغه کسان چې مرسته ورسره شوې، خوښ دي او وایي له دې وړاندې به یې په سختیو ژوند تېراوه او هڅه به يې کوله، چې له دې لارې خپلو اولادونو ته د یوې مړۍ نفقې د پیدا کېدو وسیله وګرځي.
د دوی له ډلې عبدالقادر کلید ته وویل: ((مخکې مې لاس ګاډی درلود، اوس به دا دی په بکس کې کارټونه پلورم او مور او پلار ته به یو څو روپۍ ورکوم.)) دغه راز محمد ګل وايي: ((مخکې مې مزودري کوله، اوس دادی د دغې پنجرې په ترلاسه کولو سره به ځان او نورو سره هم مرسته کوم.))
د غونډې په ترڅ کې ډاکټر خیرمحمد مومند، کریم الله ظاهر او جواد مختار د دغه بنسټ له لارې یتیمو ماشومانو ته د کاري زمینو د برابرولو ټټر وواهه.
د يادولو ده چې تر دې وړاندې نورو خیریه بنسټونو هم په ننګرهار کې له خلکو سره مرستې کړې دي او په وروستیو کې دغه ډول هڅې زياتې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA