ads

د پاكستان پوځ په شمالي وزيرستان كې زياته اندازه وسلې ترلاسه کړې دي

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، چې د ترهګرو په ضد يې ردالفساد پوځي عمليات په برياليتوب سره روان دي.

نویسنده: sarwan
27 غبرګولی 1396
د پاكستان پوځ په شمالي وزيرستان كې زياته اندازه وسلې ترلاسه کړې دي

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، چې د ترهګرو په ضد يې ردالفساد پوځي عمليات په برياليتوب سره روان دي.
د پاكستاني پوځ مطبوعاتي ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادو عملياتو په مهال يې د شمالي وزيرستان د دته خېلو په مربوطاتو كې زياته اندازه درنې او سپکې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
سرچينې زياته كړې، چې دغه وسلې يې تر استخباراتي معلوماتو وروسته كشف او ترلاسه كړې.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پنجاب ايالت ډېره غازي خان او د خيبر پښتونخوا ايالت پېښور ښار کې نامعلومو وسله والو له پوليسو سره نښتې کړي، چې په ترڅ کې يې په پېښور کې دوه پولس افسران وژل شوي دي.
پاكستاني پوځ ادعا کړې، چې د پنجاب ايالت ډېره غازي خان کې يې دوه ترهګر د وسله والې نښتې په مهال وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA