ads

د (هلمند سوپر شپږ فوټبال غوره ليګ) سياليو لپاره بولي ترسره شوه

په هلمند ولايت کې تېره شپه د (هلمند سوپر شپږ فوټبال غوره ليګ) سياليو لپاره د لوبغاړو بولي، د لباس رنګ غوره والي او لوبډلو ټاکلو پروسه ترسره شوه.

نویسنده: sarwan
27 غبرګولی 1396
د (هلمند سوپر شپږ فوټبال غوره ليګ) سياليو لپاره بولي ترسره شوه

په هلمند ولايت کې تېره شپه د (هلمند سوپر شپږ فوټبال غوره ليګ) سياليو لپاره د لوبغاړو بولي، د لباس رنګ غوره والي او لوبډلو ټاکلو پروسه ترسره شوه.
په دې سياليو كې د ولايتي شورا، هلمند راډيو ټلويزيون، د کور او ښار جوړونې رياست، د بُست ساتونکي، شارجه شرکت او حيات هلمند شرکت په نومونو لوبډلې ګډون لري.
يادو بنسټونو له فوټبال فدراسيون سره د تړون له مخې لوبډلې اخيستې دي، چې تېره شپه يې د لوبغاړو اخيستلو بولي ترسره او د لباس رنګ غوره شو.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د دې لوبو لړۍ به تر کوچني اختر وروسته په کرزي لوبغالي کې په ښه او معياري توګه ترسره شي، چې دا لړۍ به په همدې توګه ورو ورو لا پسې وده وکړي.
د هلمند والي حيات الله حيات د خپلو خبرو په مهال ورزش د ټولنو د پرمختګ او يووالي سمبول وباله او د لوبو په ډګر کې يې بېلابېلو رشتو کې د هلمندي لوبغاړو وړتياوې او لاسته راوړنې د پام وړ وبللې.
هغه خوښي وښوده، چې د ياد غوره ليګ لپاره خصوصي او دولتي بنسټونه رامخكې شوي او په دې سره د لوبو لړۍ ته وده او پرمختګ ورکوي.
حيات په دې اړوند له لوبغاړو سره د هر ډول اسانتياوو برابرولو برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA