ads

د ننګرهار اوسېدونکو په ملي يووالي ټينګار وکړ

د ننګرهار قومي مشران، ديني عالمان، د ولايتي شورا غړي، ځوانان، مدني فعالان او د اهل هنودو استازي وايي، د قومونو ترمنځ نقاق اچوونکي او سمتي او ژبني تعصب ته لمن وهونکي دې ژر تر ژره تر قضايي او عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

نویسنده: sarwan
27 غبرګولی 1396
د ننګرهار اوسېدونکو په ملي يووالي ټينګار وکړ

د ننګرهار قومي مشران، ديني عالمان، د ولايتي شورا غړي، ځوانان، مدني فعالان او د اهل هنودو استازي وايي، د قومونو ترمنځ نقاق اچوونکي او سمتي او ژبني تعصب ته لمن وهونکي دې ژر تر ژره تر قضايي او عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.
دوی دغه غوښتنه په یوه پراخه غونډه کې له حکومت او په ځانګړي ډول له جمهور رییس څخه وکړه.
د غونډې د ګډونوالو په خبره، دوی په هېواد کې ټولو قومونو ته درناوی لري او د موقف له غوښتونکو اشخاصو هیله کوي، چې خپلو شومو هدفونو ته د رسېدو لپاره دې ولس نه قرباني کوي.
د ننګرهار ولایت د ځوانانو امر مطیع الله احمدزي کلید ته وویل، له نننۍ ناستې یې هدف په هېواد کې د ټولو قومونو او هېوادوالو ترمنځ پر يووالي او يو ځای والي ټينګار دی.
نوموړی له حکومته غوښتنه کوي، چې د کابل د وروستیو پېښو د جدي څېړنې تر څنګ دې هغه کسان هم د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې د حکومت له ادرسه د نظام په تخریب بوخت دي: ((موخه مو له نننۍ ناستې دا ده چې د ټولو قومونو ترمنځ ملي یووالی غواړو، له حکومت مو هیله دا ده چې د کابل چاودنو عاملین دې ونیسي او تعصب کوونکي چې په حکومت کې دي، له دندو دې يې لرې کړي.))
له بل لوري بیا قومي مشر او د کوټ ولسوالۍ د سیمه ییزو پاڅونوالو مشر حاجي حیات خان وایي، چې په مرکز کابل کې ترسره شوې ډېرې پیښې د یو شمېر داخلي کړیو کارونه دي.
حاجي حیات خان زیاتوي، که چېرې يو شمېر جهادي او سیاسي څیرې چې اوس له صحنې بېرون ایستل شوې، کومې مشروع غوښتنې ولري، نو د ننګرهار قومونه به یې له دوی وړاندې له جمهور رییس سره شریکې کړي. نوموړی پر حکومت نیوکې کوي، د قومونو ترمنځ نفاق اچول بهرنۍ دسیسه ګڼي او پر وړاندې يې په درېدو ټینګار کوي: ((موږه نه پوهېږو چې دې خلکو په هېواد کې څه کيسې روانې کړې دي، خدای ته وګورئ هغه کار وکړئ چې د دې ځورېدلي ملت په خیر وي نه ستاسې د شخصي جېبونو.))
په همدې حال کې بیا د ننګرهار د ولایتي شورا ځینې غړي هم په یوه خوله له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره د حکومت ملاتړ اعلانوي او وایي، چې په اوسنیو حالاتو کې له يووالي پرته بله لاره نشته چې هېواد دې له روان ناورین وژغوري.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اسرار الله مراد له کلید سره په خبرو کې د نظام نیمګړتیاوې مني، خو وایي، چې د حکومت د مشرانو په استعفا او د ځینو مشخصو څېرو په شخصي غوښتنو هېڅ افغان راضي نه دی او نه به داسې چارو ته زړه ښه کړي: ((موږ په هر حال کې له نظام څخه ملاتړ کوو، دا راته د منلو نه ده چې یو څوک دې په نظام کې وي او وایي دې چې حکومت ښه دی او که نه وي بیا یې د مشر د لرې کېدو غوښتنه کوي، که دا جمهور رییس لرې شي، په اوسنیو حالاتو کې بل داسې وړ کس تاسې ګورئ؟))
له بل لوري بیا یو شمېر دیني عالمان وایي، په هېواد کې له تېرو څو کلونو راهیسې روانې جګړې او د جهاد په نوم جنګونه د بې علمه ملایانو او د پاکستان د استخباراتو تر مستقیمې رهبرۍ لاندې پرمخ وړل کیږي.
دیني عالم او د ننګرهار د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر حقاني وایي، که چېرته حکومت اجازه ورکړي په سلګونو افغان دیني عالمان دې ته چمتو دي چې د پاکستان د لاسوهنو په اړه له منبره ولسونه منسجم او پر وړاندې يې فتوا صادره کړي: ((که چېرته حکومت راته اجازه راکړي، په سلګونو عالمان دې ته چمتو دي چې د پاکستان خلاف فتوا ورکړي.))
د يادولو ده چې تر دې وړاندې په پکتیا خوست او يو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نظام په ملاتړ غونډې ترسره شوې دي او له شته نظام او حکومت يې ملاتړ اعلان کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA