ads

خوست کې د واورې کاروبار په غوړېدو دی

په خوست کې د ګرم موسم په رارسېدو سره د واورې بازار هم تودېږي او د خوست او پکتیا د يو شمېر خلکو لپاره غوره سوداګري بلل کېږي. د خوست او پکتیا د يو شمېر غرنیو سيمو خلک په ژمي کې واوره په زېرمتونونو کې ساتي او بیا يې د اوړي په موسم کې بازار ته راباسي، ښه پلورل کېږي او د ډېرو کورنیو د عاید ښه وسيله بلل کېږي.

نویسنده: sarwan
27 غبرګولی 1396
خوست کې د واورې کاروبار په غوړېدو دی
ipp

په خوست کې د ګرم موسم په رارسېدو سره د واورې بازار هم تودېږي او د خوست او پکتیا د يو شمېر خلکو لپاره غوره سوداګري بلل کېږي. د خوست او پکتیا د يو شمېر غرنیو سيمو خلک په ژمي کې واوره په زېرمتونونو کې ساتي او بیا يې د اوړي په موسم کې بازار ته راباسي، ښه پلورل کېږي او د ډېرو کورنیو د عاید ښه وسيله بلل کېږي.
د دغه کاروبار مخکښان وايي، څو کلونه مخکې په دې کاروبار ډېر کم کسان بوخت وو، خو اوس مهال دې سوداګرۍ پرمختګ کړی او ډېر خلک هڅه کوي په ژمي کې واوره په يخو زېرمتونونو کې وساتي او اوړی يې بازار ته راوباسي.
دوی وايي، کال په کال له طبيعي واورې او يخ سره د خلکو لېوالتیا زياتېږي، له همدې کبله دوی هڅه کوي د خپلو مشتريانو اړتياوو ته په کتو يې بيې هم ټيټې کړي. د واورې کاروباريان ډېری د منګلو سيمې اوسېدونکي دي.
د دې سیمې اوسیدونکی او د واورې کاروباري حمیدګل چې ښار ته یې د واورو ډک موټر راوستی دی، له خپلې دې سوداګرۍ خوښ برېښي. نوموړي کلید ته وویل، تېر کال یې له همدې کاروباره ډېره ګټه ترلاسه کړې وه، نو ځکه یې سږ کال زېرمتونونه او ذخيرې هم زیاتې کړې. حميدګل زياتوي، سږ کال ټولو کاروباريانو خپلې ذخيرې او زېرمتونونه زيات کړي دي، له همدې کبله د واورو او يخ بيې هم ټيټې دي او خلک يې په اسانۍ پیرلی شي: ((سږ کال د منګلو په غرونو زیاته واوره وشوه، همدا سبب دی، چې بيې هم ټيټې دي، تېر کال د واورې یو اووه کیلویي من په ۸۰ او یا هم په ۹۰ روپۍ وو، خو سږ کال یې بیا یو من په دېرش او یا هم په څلوېښت روپۍ دی.))
اخوا د واورې يو بل کاروباري ګلپاچا چې نوموړی هم د منګلو اوسېدونکی دی وايي، د دوی د سيمې ډېری خلک د واورې په کاروبار بوخت دي او هر کال له دې لارې له پنځو تر اوو سوو زرو افغانيو عايد لري.
ګلپاچا زياتوي چې د دوی کاروبار د نورو مياشتو په پرتله د روژې په مبارکه میاشت کې ډېر ښه کېږي: ((سږکال مې د واورې زیاتې ذخیرې جوړې کړې، زموږ د واورې کاروبار په روژه کې ډېر ښه وي، که په نورو موسمونو کې زموږ یو موټر واوره پلورل کېږي، نو د روژې په میاشت کې د هر نفر درې او څلور موټره واوره پلورل کېږي.))
له بل لوري د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، د اوړي په ګرميو او ځانګړي ډول روژه کې اړ دي چې د اوبو، شړومبو او نورو مشروباتو د يخولو لپاره له واورې او يخ ګټه واخلي. د دوی په خبره تر مصنوعي يخ بیا طبيعي واوره ډېر اغېزمنه ده، له همدې کبله يې بازار هم ګرم دی.
خو دوی د واورې له کاروباريانو غواړي، چې د واورې پاکۍ ته پام وکړي او تر څنګ يې په بيو کې انصاف وکړي. د واورې يو مشتري چې خوست ښار ته د واورې په اخیستو پسې راغلی و، کلید ته وویل: ((زه تل واوره اخلم، نظر يخ ته ارزانه تمامېږي، موږ چټله واوره د مشروباتو د سړولو لپاره کاروو او پاکه واوره بیا په شړومبو کې اچوو چې هغه يخې کړي او بیا يې خوند يوه په دوه کېږي.))
د يادولو ده چې د واورې کاروبار يوه بله ګټه هم کړې ده، هغه دا چې اوس مهال د خوست په ډېری سيمو کې له دې کبله ځنګلونه نه وهل کېږي چې اوسېدونکو يې د واورې کاروبار ته مخ کړې ده. د منګلو سيمې اوسېدونکي وايي، له ټولو غواړي چې د ځنګل وهلو پر ځای د واورې کاروبار ته مخه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA