111
۲۷ غبرګولی ۱۳۹۶
لیکونکی: کليد

دویم ځلي باور

كه څه هم د کابل پروسې په کنفرانس کې جمهور ريیس غني د وروستي فرصت په توګه طالبانو ته د سولې د خبرو بلنه ورکړه او پاکستان يې تورن کړ چې له افغانستان سره يې پر خپلو هوکړو عمل نه دی کړی، خو اوس يو ځل بیا د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د افغانستان جمهور رييس، د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د چين جمهور رييس شي جېن پېنګ هوکړه کړې چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ څلور اړخيزې غونډې به له سره پیلوي.
اوس څرګنده نه ده چې تر کومې کچې له پاکستان دغه ډاډ ترلاسه شوی چې د دغه غونډو پر پایلو او تصميمونو به عمل کوي ځکه تر دې وړاندې د دغو غونډو لړۍ د پاکستان د نه عمل له کبله د افغانستان له پرېکون سره مخ شوې وه او جمهور رييس غني ټيڼګار کړی وو تر هغې چې پاکستان د تېرو غونډو په فیصلو او ژمنو عمل ونه کړي، نورې دغه ډول غونډې به نه تعقبېږي.
که څه هم تر دې مهاله د پاکستان حکومت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د افغانستان جمهوري رياست وايي، دغسې يو ډاډ ترلاسه شوی چې له مخې به يې پاکستان دا ځل په څلور اړخيزو غونډو کې په خپلو ژمنو عمل کوي. د جمهور رييس مرستيال وياند نجیب الله ازاد وايي: ((د پاکستان صدراعظم او افغان جمهور رييس محمد اشرف غني موافقه وکړه چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې غونډې دې وشي څو ژر له نړیوال ترورېزم سره چې پټنځایونه یې اکثر په پاکستان کې دي، یاد هېوادونه په خپلو امکاناتو سره مبارزه وکړي.)) ازاد زياته کړې، دا ځل احساس شوه چې د پاکستان صدراعظم داسې هوډ لري چې تر ډېره ځایه کېدای شي د دغه غونډو ژمنې او فیصلې عملي بڼه غوره کړي. د ازاد په خبره د جمعې په ورځ افغان له جمهور رييس سره د پاکستان صدراعظم په استانه کې د شانګهای سرمشریزې په څنډه کې ژمنه وکړه چې دا ځل به تېرې تېروتنې نه تکرارېږي او له ترورېزم سره به جدي مبارزه کوي.
د پاکستان له لوري په دې غونډو کې پر خپلو ژمنو د عمل ډاډ ترلاسه کول ځکه مهم دي چې پاکستان په ځلونو په دغه ډول غونډو کې له افغانستان سره ژمنې کړې دي خو وروسته عملي شوې نه دي. اوس مهال هم د افغانستان حکومت ته ښايي چې تېروتنه ونه کړي او په واقعي ډول له پاکستان پر خپلو ژمنو د عمل ډاډ ترلاسه کړي که نه له دې پرته به يو ځل بيا د دې څلور اړخيزو غونډو پیلول هېڅ معنا ونه لري، د تېر په څېر به يوازې د وخت ضایع کول وي او په افغانستان کې به د سولې او امنیت په راوستو کې هېڅ ډول عملي اغېز ونه لري.
له بل لوري د جمهور رييس وروستۍ هوکړه داسې مهال مخې ته راځي چې نوموړي د کابل پروسې د تېرې اوونۍ په کنفرانس کې طالبانو ته د وروستي چانس په توګه بلنه ورکړه چې له حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي اوس که د دغه ډول غونډو او د سولې د هڅو دوامداره لړۍ پیلېږي ایا په يو ډول د جمهور ريیس د وروستي چانس له موضوع سره ټکر نه لري؟ جمهور رييس د کابل پروسې کنفرانس کې وويل، په هغه صورت کې چې دغه ډله له افغان حکومت سره د سولې هوکړې ته ژمنه وي، نوموړی چمتو دی چې په کابل يا بل هر هېواد کې د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدو سره موافقه وکړي. نوموړي دا د طالبانو لپاره وروستی چانس وباله او ويې ويل: ((که طالبان چمتو نه وي، موږ نه شو کولای سوله وکړو.)) جمهور رييس غني د پاکستان د بهرنیو چارو د وزيرې تهمينې جنجوعه په شتون کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د څو هوکړه لیکونو د لاسلیک له لارې په ځلونو هڅه کړې چې په دې برخه کې د پاکستان همکاري له ځان سره ولري. خو دې هڅو د نوموړي په خبره پایله نه ده لرلې. په داسې حال کې چې جمهور رييس دغه ډاډ نه درلود او وايي چې پرې عمل نه دی شوی څه ډول اوس مهال دغه ډاډ ترلاسه شوی چې د کابل او اسلام اباد د اړيکو او د افغانستان او پاکستان د امنیت په تړاو د څلور اړخيزو غونډو ژمنې دې پاکستان عملي کړي؟ له همدې کبله باید افغان حکومت په دې برخه کې په پام او غور مخکې لاړ شي ځکه داسې وېره شته چې ښايي پاکستان يو ځل بیا يوازې ژمنې وکړي، له نړیوالې انزوا د وتلو هڅه وکړي او نړۍ ته څرګنده کړي چې د افغانستان په بې ثباتیو کې د دوی کومه ونډه نشته.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *