ads

ننګرهار په دويم کندوز بدلېدونکی دی

د ننگرهار ولايت اوسېدونکي ورځ په ورځ په دغه ولایت کې د ناامنۍ له زياتېدو سر ټکوي او له حکومت غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د روان وضعیت د کابو کولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

نویسنده: sarwan
25 غبرګولی 1396
ننګرهار په دويم کندوز بدلېدونکی دی

د ننگرهار ولايت اوسېدونکي ورځ په ورځ په دغه ولایت کې د ناامنۍ له زياتېدو سر ټکوي او له حکومت غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د روان وضعیت د کابو کولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.
دوی په جمهور رييس محمد اشرف غني غږ کوي چې ژر تر ژره دې ولایت ته پام واوړوي، که نه دغه ولایت هم د کندوز په برخلیک اخته کېدونکی دی او جګړه له غرونو د ښار منځ ته رسېدلې ده.
خلک ټينګار لري چې که مرکزي حکومت دې ولایت ته پام ونه کړي، د حکومت مخالفې وسله والې ډلې به په اسانۍ خلک د خپل سفر ملګري کړي او دغه ولایت به د کندوز په برخلیک واړوي.
ولسي خلک زیاتوي، که جمهور رييس د ننګرهار په اداره کې ژور بدلونونه رانه ولي، نو لاريونونو ته به مخه کړي: ((بس وروره چاته سړی وژاړي، والي او امنیه قومندان کرار ناست دي، د ولس له حاله هېڅ ځان نه خبروي، موږ د وسله والو د ځپلو او امنیت راوستلو په اړه جدي کار غواړو، جمهور ريیس دې د ننګرهار غم وکړي.))
له بل لوري د ننګرهار امنیه قومندان هم په دې ولایت کې امنیتي ستونزې نه ردوي، خو د دې ستونزو پړه پر ولس اچوي او وایي چې همکاري ورسره نه کوي.
رحيمي دغه راز وايي، د پوليسو شمېر کم دی او کله چې دوی يوه سيمه له وسله والو مخالفينو ونيسي، بېرته يې د پولیسو د کمښت له کبله نه شي ساتلی: ((له عملیاتو وروسته یا په ځینو سیمو کې د امنیت راوستلو لپاره د ولس همکاري ډېره مهمه ده، یو خو زموږه تشکیل کم دی او بل په ځینو سیمو کې ولس له پولیسو سره ډېره کمه همکاري کوي.))
اخوا د چارو کارپوه نوراغا ځواک بیا د چارواکو خبرې د ولس سره د بوسو لاندې د اوبو تېرولو په معنا بولي او وایي ولایتي اداره او امنیتي ادارې سره هېڅ ډول همغږي نه لري چې له کبله يې خلک تر اور لاندې دي.
ځواک هم له مرکزي حکومت د ننګرهار په ولايتي اداره کې د بنسټيزو بدلونونو غوښتنه کوي.
نوموړی وایي که مرکزي حکومت دې ولایت ته پام ونه کړي او همداسې چوپ پاتې شي لرې نه ده چې ننګرهار د کندوز په برخلیک اخته شي: ((په عموم کې چې سړی ګوري د ننګرهار امنیتي، اقتصادي او اجتماعي وضعیت د کمزوري مدیریت له کبله ورځ تر بلې خرابېږي.))
دا کومه نوې خبره نه ده چې ننګرهاریان پر ولایتي ادارې او خراب امنیتي وضعيت نیوکې کوي بلکې له دې څو ځله وړاندې یې هم خپل غږونه پورته کړي، خو چا نه دي اورېدلي.
ننګرهاریان په داسې حال کې یو ځل بیا د نا امنۍ غږ پورته کوي چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت مقام سره په ګاونډ کې ملي راډیو ټلویزیون د وسله والو له خوا په نښه شو چې له کبله یې د ټلوېزیون کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته. دوی وایي اوس په ښار کې هم ډاډه نه شي ګرځیدلی او هره لحظه د مرګ وېره ورسره وي.که څه هم ورځ په ورځ د دغه ولایت امنيتي وضعیت خرابېږي او خلک د تازه پېښو شاهدان دي خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، دوی په خپلو چارو کې بريالي دي او لاسته راوړنې هم لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA