ads

عبدالغفور هوتک: کندوز کې ۹۰ فیصده دولتي او غیر دولتي ادارې تدارکاتي اصول نه مراعتوي

رد کندوز ولایت د ساختماني شرکتونو اتحادیه وایي، چې ۹۰ سلنه دولتي او غیر دولتي ادارې د تدارکاتو اصول نه مراعت کوي او پروژې پرته د اعلان څخه پټې څو محدوده شرکتونو ته په داوطلبۍ سره ورکوي.

نویسنده: sarwan
25 غبرګولی 1396
عبدالغفور هوتک: کندوز کې ۹۰ فیصده دولتي او غیر دولتي ادارې تدارکاتي اصول نه مراعتوي

د کندوز ولایت د ساختماني شرکتونو اتحادیه وایي، چې ۹۰ سلنه دولتي او غیر دولتي ادارې د تدارکاتو اصول نه مراعت کوي او پروژې پرته د اعلان څخه پټې څو محدوده شرکتونو ته په داوطلبۍ سره ورکوي.
د کندوز ولایت د ساختماني او لوژستيکي شرکتونو د ا تحادیې معاون عبدالغفور هوتک کليد ته وويل، چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې مافیایي سیسټم بې حده ډېر قوی شوی او ټولې پروژې پرته له اعلان څخه څو محدوده شرکتونو ته د نورو شرکتونو څخه پټې په داوطلبۍ ورکوي، چې بیا د خپلې خوښې شرکت کامیاب اعلانوي.
د ساختماني شرکتونو د اتحادې معاون د اسنادو په ښودلو سره وويل، چې په دې وروستیو کې د کندوز د پوهنې ریاست لخوا د ښوونځیو د بیارغونې یوه لویه پروژه، چې تقريبأ له دوه ويشت تر پنځه ويشت ميليونه افغانۍ کېږي، دوی غیر رسمي خبر شول خو د تدارکاتو د وقت د پورې کېدو پورې دوی د ښوونې ریاست لخوا په بېلابېلو بهانو سره وغولول شول ترڅو چې د تدارکاتو وقت پوره شو او پروژه د څو محدوده شرکتونو تر منځ یوه شرکت ته په قرارداد سره ورکړل شوه.
په ورته وخت کې د کندوز ولایت والي اسدالله عمرخېل کليد ته وويل، چې تراوسه پورې یې داسې کومه خبره نه ده اورېدلې خو که چېرته ساختماني شرکتونه کومه ستونزه لري نو د تدارکاتو کمېټې ته دې مراجعه وکړي، چې ستونزه یې حل شي.
ډیر کوښښ مو وکړ، چې د کندوز ولایت د پوهنې د ریيس نظر هم د یاد قرارداد په اړه واخلو خو د ډېرو هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA