ads

د خوست هټيوال د کرايو له لوړوالي سر ټکوي

که څه هم له يوه لوري په خوست کې کاروبارونه مخ په غوړېدو دي، خو له بل لوري د دغه ښار هټیوال شکایت لري چې کرايې يې هره ورځ لوړېږي او دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نویسنده: sarwan
25 غبرګولی 1396
د خوست هټيوال د کرايو له لوړوالي سر ټکوي
ipp

که څه هم له يوه لوري په خوست کې کاروبارونه مخ په غوړېدو دي، خو له بل لوري د دغه ښار هټیوال شکایت لري چې کرايې يې هره ورځ لوړېږي او دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هټيوال وايي، د مارکېټونو خاوندان هر کال په خپل سر کرايې لوړوي او که دوی هر څو خپل کاروبار ته وده ورکړي، بېرته يې د مارکېټونو خاوندان د کرايو په بڼه ترې اخلي.
دوی زياتوي، د خوست په بېلا بېلو سيمې کې کرايې سره توپیر لري چې له لس زرو افغانيو پیلېږي او تر ۳۰ زرو افغانيو پورې رسېږي. د دوی په خبره که يو څوک غواړي نوې هټۍ کرايه کړي نو اړ دی چې د مارکېټ مالک ته د څو کلونو کرايه مخکې له مخکې ورکړي چې تر شاوخوا لس لکو پورې رسېږي.
دغه هټيوال په خوست کې د هټيوالو له ټولنې او ښاروالۍ غواړي چې د دوی دغه ستونزه حل کړي او د مارکېټونو خاوندانو ته داسې اصول وضع کړي چې په لنډ وخت کې او له محاسبې پرته ونه شي کولای د هټيو کرايې لوړې کړي.
حاجي رضوان په خوست ښار کې د چایو دوکان لري نوموړی وايي، د مارکېټونو خاوندان ورسره ظلم کوي: ((په خوست ښار کې هټۍ پیدا کول سخت کار دی، خو که دې پيدا کړه بیا به د مارکېټ د خاوند بې انصافي زغمې.))
رضوان زياتوي، کله چې د مارکېټ خاوند پوه شي، چې د یو هټيوال کاروبار پرمختګ وکړ، نو سم دلاسه کرايه لوړوي او ستا د کاروبار د پرمختګ حاصل دی ترلاسه کوي.
رضوان چې له کلید سره په خبرو کې ناهيلی ښکارېده، دا يې د خپل کاروبار د نه پرمختګ اصلي علت ياد کړ: ((مونږ ته هر کال کرايې لوړوي، که يې ورسره منو ګټه نه شو کولای او که يې نه منو په هماغه ورځ مو له هټۍ باسي.))
محمد داوود هم په خوست ښار کې هټۍ لري، نوموړی وايي مخکې یې کرایه شل زره روپۍ وه، خو سږ کال دېرش زرو ته پورته شوې ده.
نوموړی ګيله کوي چې له همدې کبله په خپل کاروبار کې ګټه نه شي کولای او اړ دی، ټوله ګټه په کرايه کې ورکړي: ((مونږ اړ یو چې د خپلو لګښتونو پوره کولو او ګټې لپاره خلکو ته توکي په لوړه بيه ورکړو.))
له بل لوري د خوست ښار يو بل هټيوال شاه محمد وايي، که حالت همدغسې دوام کوي کاروبارونه پراختیا نه مومي او په عمومي ډول د دغه څه زيان خلکو ته هم رسېږي، ځکه دوی اړ دي، د کرايې په کچه د خپلو توکو بيې هم لوړې کړي: ((د هټيوالو ټولنه باید دغه ستونزه حل کړي او د مارکېټونو خاوندان دې له دغه ډول لوبو راوګرځوي.))
هغه په ياده ټولنه او ښاروالۍ نيوکه وکړه چې تر دې مهاله يې دغه ستونزه نه ده حل کړې.
له بل لوري د خوست ښار د هټيوالو ټولنې مشر الفشاه منګل هم دغه ستونزه مني او ټينګار لري چې اوس اوس يې د دې ستونزې د حل په هدف هڅې پیل کړې دي: ((موږ د مارکېټونو له خاوندانو سره په دې اړه خبرې پیل کړې دي او تمه شته، چې دغه ستونزه حل کړو.))
له بل لوري د خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزی وایي، د خوست ښاروالي او د هټيوالو ټولنه يوه ګډه کمېټه لري چې مسوولیت يې په ښار کې د بيو او کرايو د انډول ثابت ساتل دي.
ښاروال له هټيوالو غواړي چې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي او که چېرې چا په دې برخه کې له اصولو سرغړونه کوله، قانوني چلند به ورسره وشي: ((په ښار کې دوه ډوله هټۍ لرو، یوه برخه د ښاروالۍ اړوند دي او بله برخه هم خصوصي ده، خو که په هره برخه کې ستونزې او بې عدالتي ولیدل شي، د ښاروالۍ مشورتي شورا او د هټيوالو ټولنه يې پر وړاندې قانوني اقدام کوي.))
د يادولو ده چې د هټيو د کرايو لوړوالی د توکو د بیو په لوړوالي هم مستقيم اغېز لري او په پای کې يې ټول زيان عامو خلکو ته رسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA