ads

هرات کې د مور نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په هرات ولایت کې نن د غبرګولي ۲۴ د مور نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په هرات کي د مور ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې لسګونو میندې په یاد ولایت کې له اقتصادي او نورو بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
هرات کې د مور نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په هرات ولایت کې نن د غبرګولي ۲۴ د مور نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په هرات کې د مور ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې لسګونو میندې په یاد ولایت کې له اقتصادي او نورو بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه چې د اطلاعاتو او کلتورو ریاست په سالون کې غونډه جوره شوې وه، د افغان پوځیانو هغه میندو ګډون کړی وو، چې زامنو يې له وسله والو طالبانو سره په جګره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
دغه میندې د حکومت څخه په کلکه ناخوښي څرګندوي او ټینګار لري، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حکومت له دوی سره هېڅ ډول مرستې نه دي کړې.
په ورته وخت کې، د هرات د ښځو د چارو مشره، محبوبه جمشېدي مني، چې د هغه افغان ځواکونو د کورنیو سره چې له وسله والو طالبانو سره په جګره کې وژل شوي دي، مرسته نه ده شوې.
خو نوموړې زیاته کړه، چې له دغو کورنیو سره به د سيمه ييزو چارواکو په همغږۍ مرسته وشي.
د غونډې په پای کې د هرات سيمه ييزو چارواکو د مور ورځې په ویاړ د افغان پوځیانو هغه میندو ته ډالۍ ورکړې، چې زامنو يې په جګره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA