ads

روان کال کې د پکتیکا له معارف سره ۲۳ میلیونه افغانۍ ولسي مرسته شوې

د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې له معارف سره د ولسونو له لوري مرستې زیاتې شوې او په تېر یوه کال کې یې د ښوونځیو د ودانیو او په نورو بېلابېلو برخو کې ۲۳ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
روان کال کې د پکتیکا له معارف سره ۲۳ میلیونه افغانۍ ولسي مرسته شوې

د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې له معارف سره د ولسونو له لوري مرستې زیاتې شوې او په تېر یوه کال کې یې د ښوونځیو د ودانیو او په نورو بېلابېلو برخو کې ۲۳ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
دغه څرګندونې د پکتیکا د پوهنې رئیس محمد نسیم واجد له رسنیو سره په یوه ناسته کې وکړې.
واجد په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه مرستې ډېرې يې د ښوونځیو د ودانیو او په ځانګړي ډول د نجونو د ښوونځیو په برخه کې او یو شمېر نورو ښوونځيو ته د اوبو او برېښنا برابرلو په برخه کې د ولسونو له لوري شوې دي.
هغه د بېلګې په ډول د یحیی خېلو ولسوالۍ د ګوډلو سیمې د نجونو ښوونځي د ودانۍ یادونه وکړه، چې په ۲ جرېبه ځمکه کې د ځایي خلکو په مرسته په دوه میلیونه افغانۍ لګښت جوړېږي.
نوموړي د ولسي مرستې د زیاتوالي لامل د چارواکو له خوا ښه خدمتونه وړاندې کول، د ولایتي ادارې تشویق او د رسنیو او مدني ټولنو له لورې د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندي کېدل وبلل.
واجد دا هم وویل، چې په دې وروستیو کې د همدغو ولسونو په مرسته یو شمېر بند ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي او د نورو د خلاصولو هڅې هم روانې دي.
د نوموړي په خبره، اوس د خلکو په ولایتي او د پوهنې د ریاست په اداره باور زیات شوی، چې په خپل وخت په شفاف ډول خدمتونه وړاندې کوي، نو ځکه یې خپلې مرستې له موږ سره زیاتې کړې دي.
بل لورته ولسي خلک وایي، چې په دې وروستیو کې د پوهنې ریاست کړنې ولس ته د قناعت وړ ګرځېدلې، د فساد مخه نیول شوې نو ځکه ورسره عام خلک مرستې کوي.
دا په داسي حال کې ده، چې تردې وړاندې هم د پکتیکا ولایت خلکو د پوهنې له بهیر سره د ښوونځیو ودانیو ته د ځمکې او اوبو ورکولو ترڅنګ یو شمېر نورې دې ته ورته مرستې هم ترسره کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA