ads

خوست کې د بې وزله زده کوونکو لاسنيوی

په خوست کې هغه زدهکوونکي خصوصي ښوونځیو ته ور پېژندل کېږي چې په شخصي لګښت ښوونځی نه شي لوستلای او بې وزله دي. د دې بهیر له مخې شاوخوا سل تنه هغه زدهکوونکي تازه خصوصي ښوونځیو ته معرفي شوي دي چې په خپل لګښت يې په شخصي ښوونځیو کې د زدهکړو لګښتونه نه شوای پوره کولای. دغه پروسه د ځوانانو په پارلمان کې د خوست ولایت د استازو له لوري پرمخ وړل کېږي او یاد زدهکوونکي خصوصي ښوونځیو ته په وړیا ډول ورمعرفي کېږي.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
خوست کې د بې وزله زده کوونکو لاسنيوی
ipp

په خوست کې هغه زدهکوونکي خصوصي ښوونځیو ته ور پېژندل کېږي چې په شخصي لګښت ښوونځی نه شي لوستلای او بې وزله دي. د دې بهیر له مخې شاوخوا سل تنه هغه زدهکوونکي تازه خصوصي ښوونځیو ته معرفي شوي دي چې په خپل لګښت يې په شخصي ښوونځیو کې د زدهکړو لګښتونه نه شوای پوره کولای. دغه پروسه د ځوانانو په پارلمان کې د خوست ولایت د استازو له لوري پرمخ وړل کېږي او یاد زدهکوونکي خصوصي ښوونځیو ته په وړیا ډول ورمعرفي کېږي.
په دې لړ کې د ځوانانو په پارلمان کې د خوست ولایت استازو او د خصوصي ښوونځیو تر منځ يو تړون هم لاسليک شو چې له مخې به يې له دې وروسته هم یادو ښوونځیو ته بېوزله زدهکوونکي ورمعرفي کېږي.
د ځوانانو په پارلمان کې د خوست ولایت استازی احسان ارين وايي، دوی له دې لارې غواړي د خوست د بېوزله زدهکوونکو ستونزې له منځه يوسي او هڅه کوي چې دغه لړۍ ته دوام ورکړي. د نوموړي په خبره، ددې بهیر له لارې به هغه زدهکوونکي چې یتيمان، بې سرپرسته او يا يې هم کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ وي په وړیا ډول خصوصي ښوونځیو ته ور پېژندل کېږي: ((موږ دوه هدفونه لرو، لومړی له خصوصي ښوونځیو ملاتړ او دویم دا چې موږ به شاوخوا سل تنه بېوزله زدهکوونکي یادو خصوصي ښوونځیو ته ور وپېژنو، موږ په دې پروګرام کې د کلي له مشرانو سره په همغږۍ هغه زدهکوونکي ټاکو چې واقعاً بېوزله وي او د دې وړ وي چې باید دې ښوونځیو ته معرفي شي.))
شاهین شاهین په خوست کې د یوې خصوصي لېسې استاد دی. نوموړی د دغه پروسې له پیلېدو هرکلی کوي او وايي، دوی لېواله دي چې دغه ډول نور زدهکوونکي هم خپل ښوونځي ته جذب کړي.
شاهين زیاتوي، اوس مهال يې هم زيات شمېر بېوزله زدهکوونکي په ښوونځي کې په زدهکړو بوخت دي او که راتلونکي کې هم ورمعرفي کېږي، دوی يې منلو ته چمتو دي: ((په خوست کې ټولې خصوصي لیسې لیوالتیا لري چې بېوزله زدهکوونکي جذب کړي او همدا اوس موږ په خپلو ښوونځیو کې داسې زده کوونکي هم لرو چې دوی د بېوزلۍ له کبله نه شي کولی خپل درسونه پرمخ یوسي خو موږ په خپل ښوونځي کې دغه شرايط ورته چمتو کړي دي.))
نوموړی زياتوي چې اوس مهال د دوی په لېسه کې دېرش فیصده بېوزله زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي. د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم په خوست ولایت کې له خصوصي پوهنتونونو او انسټيټيونو سره دغه ډول تړونونه لاسلیک شوي دي چې له مخې يې بېوزله زدهکوونکي توانېدلي څو خپلې زدهکړې پرمخ يوسي او ناهيلي پاتې نه شي.
په خوست کې د دغه ولایت د ځوانانو پارلمان د غړو له لوري داسې مهال له خصوصي ښوونځیو سره د زدهکړو دغه ډول تړونونه لاسليک کېږي چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د ځوانانو معينيت له لوري هم د هېواد په مرکز کابل او نورو لويو ښارونو کې ځوانان په تخفیف سره خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي دي او د دې تر څنګ اوس مهال د کانکور ازموينې له لارې هم د لوړو زدهکړو وزارت يو شمېر زدهکوونکي خصوصي پوهنتونونو ته معرفي کوي. د کارپوهانو په باور، که په افغانستان کې ټول وګړي زدهکړې وکړي، يوه ورځ به د درېيمې نړۍ دغه وروسته پاتې هېواد د سيمې په يوه غښتلي او پرمختللي هېواد بدل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA