په بنګله دېش کې له طوفاني باران وروسته د ځمکښويېدنې پېښه کې د وژل شوو كسانو ۱۳۴ تنو ته ورسېد.
چارواکو د وژل شوو کسانو د شمېر پر زياتوالي اندېښنه ښودلې.
په دې هېواد كې د مون سون په نوم موسمي بارانونو کې سېلابونه راوتلي، چې له كبله يې لسګونه کسان ټپيان او يو شمېر ترى تم هم دي.
د بنګله دېش په جنوب ختيځو سيمو کې باران ټولې مواصلاتي لارې تخريب كړي، چې په ترڅ كې يې د ژغورنې چارې ټکنۍ شوې دي.
په جنوبي اسيا کې هر كال د اوړي په دې ورځو كې د مون سون په نوم د موسمي بارانونو لړۍ پيلېږي، چې ورسره سېلابونه راوځي او خلكو ته ځاني او مالي زيانونه اړوي.