د افغانستان او ويسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه به نن شپه ترسره شي.
دا لوبه، چې په ويسټ انډيز كې ترسره كېږي، د افغانستان په وخت به د شپې په يوولسو بجو پيل شي.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان او دوهمه يې ويسټ انډيز ګټلې وه.
د نن شپې لوبه كه هرې لوبډلې وګټله، د كركټ د درېيو يو ورځنيو لوبو د لړۍ ګټونكې به شي.
دا لومړى ځل دى، چې افغانستان او ويسټ انډيز يو ورځنۍ لوبې ترسره كوي.
تر دې مخكې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ د ويسټ انډيز په ګټه پاى ته رسېدلې وه.