د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره د دوحې – رياض د لانجې په اړه تر کتنې وروسته بېرته اسلام اباد ته رسېدلي دي.
د پاکستان لومړى وزير نواز شريف، د پوځ لوى درستيز، د ماليې وزير او د ملي امنيت سلاکار پرون په يو ناڅاپي سفر سعودي عربستان ته تللي وو.
پاکستاني چارواکو د دغه سفر هدف له قطر سره د سعودي عربستان د ترينګلو اړيکو د بيارغونې لپاره منځګړيتوب ښودلى دى.
سعودي عربستان، ليبيا، مصر، بحرين او متحده عربي اماراتو له قطر سره خپلې ډيپلوماټيكې اړيکې وروسته له هغې پرې کړې، چې ياد هېواد يې له ترهګرو سره په همکارۍ تورن کړ.
بلخوا ترکيې ويلي، چمتو ده، چې قطر ته خپل پلي ځواکونه واستوي.
ايران هم له قطر سره د خواخوږۍ ښودلو په هدف وړمه ورځ له خوراکي توکو ډكې پنځه کارګو الوتکې قطر ته ولېږلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ