ads

غیرمعیاري وړکتونونه

د هغو شمېرو پر بنسټ چې کليد ګروپ تر لاسه کړې، اوس مهال په ټول هېواد کې نېږدې ۷۶۲ وړکتونونه فعاليت کوي، چې له دې ډلې ۳۶۲ يې دولتي او ۴۰۰ نور يې شخصي دي. د کليد ګروپ موندنې ښيي، چې دا وړکتونونه ګڼې ستونزې لري او چارواکو هم د دغه ستونزو د هواري په برخه کې څه نه دي کړي.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396
غیرمعیاري وړکتونونه

د هغو شمېرو پر بنسټ چې کليد ګروپ تر لاسه کړې، اوس مهال په ټول هېواد کې نېږدې ۷۶۲ وړکتونونه فعاليت کوي، چې له دې ډلې ۳۶۲ يې دولتي او ۴۰۰ نور يې شخصي دي. د کليد ګروپ موندنې ښيي، چې دا وړکتونونه ګڼې ستونزې لري او چارواکو هم د دغه ستونزو د هواري په برخه کې څه نه دي کړي.
له ۸۵ په سلو کې د ډېرو خصوصي وړکتونونو غيرقانوني او غیرمعیاري فعاليت، د مسلکي ښوونکو او اسانتیاوو نشت او شخصي وړکتونونو ته د پرسونل نه لاسرسی د خصوصي وړکتونونو او د پوره اسانتياوو نشت، د ښوونکو کموالی، د قرارداديانو پر وخت نه خدمات، ماشومانو ته د تفريح لپاره د وړ ځای نشت، له ماشومانو سره د ښوونکو له لوري ناسم چلند او نور د دولتي وړکتونونو د پام وړ ستونزې ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ويل کېږي په افغانستان کې د شاوخوا پنځه ميليونه کم عمره ماشومانو له منځه ډېر کم يې وړکتونونو ته ځي.

غير قانوني فعاليت
د ميندو دفتري او کاري بوختیاوې او ماشومانو ته د امن ځايونو اړتيا د دې سبب شوې چې د دولتي وړکتونونو تر څنګ د ګڼو شخصي وړکتونونو بازار هم ګرم وي.
اوس مهال د ټول افغانستان په کچه شاوخوا ۴۰۰ خصوصي وړکتونونه فعالیت لري، خو کلید ګروپ موندلې چې ددې وړکتونونو له منځه يې ۸۵ فیصده له کاري جواز پرته او غیرقانوني فعالیت لري.
په شخصي وړکتونونو کې تر ټولو لږ میاشتينی فــیـس ۱۰۰۰ افــغــانۍ او ډېــر يــې تــر ۷۰۰۰ رسېږي.
د موندنو له مخې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د شخصي وړکتونونو ستونزو ته چندان پام نه دی کړی او د دغه وزارت په چوکاټ کې پر شخصي وړکتونونو د نظارت او کنټرول لپاره يوازې د پنځو کارکوونکو په ګډون يو امريت فعالیت کوي.
د افغانستان د وړکتونونو عمومي رييسه جميله نورستانۍ وايي: ((د ۱۳۹۲ کال د وړکتنونونو او شیرخوارګاه مقررې له تصويب وروسته، ټول شخصي وړکتونونه هم زموږ اړوند شول، چې له هغه وخته تر اوسه په ټوليز ډول په هېواد کې ۴۰۰ وړکتونونه فعاليت کوي، خو موږ ۲۰۰ وړکتونونه ثبت کړي دي.))
هغه وايي، ثبت شوي وړکتونونه د نوې مقررې پر بنسټ فعاليت کوي، چې هم جواز لري او هم يې حکومت ته ضمانت ورکړی دی.
د وړکــتونــونــو عمومي مشره وايي، شخصي وړکتونونه کم امکانات او نامناسب شرايط لري او دولت ته د ماليې له وركړې پرته، په پټ ډول فعاليت کوي.
مېرمن نورستاني که له یوه لوري د ماشومانو د ساتلو، دوی ته د لومړنیو زده کړو په ورکولو او د دوی د وړتیاوو په زياتېدو کې د شخصي وړکتونونو فعالیت اغېزمن ګڼي، خو له بل لوري د دغه وړکتونونو په قانوني فعالیت هم ټينګار کوي.
نــوموړې زيــاتـــوي، ځينوکسانو د خصوصي ښوونځي په نوم وړکتونونه هم فعال کړي دي، خو د هغې لپاره د فعالیت جلا جواز نه لري: ((په لومړيو کې ځينو کسانو د پيسو پيدا کولو لپاره د خصوصي وړکتونونو جوړولو ته مخه کړه، خو د ثبت له پروسې وروسته دغه ټول مرکزونه د قوانينو او هوکړې په چوکاټ کې خپل فعاليت ته دوام ورکوي.))
د هغې په خبره، په شاوخوا يو کال کې به ټول وړکتونونه د کار او ټولنيزو چارو له وزارت سره ثبت شي.
خو کلید ته د همدې ادارې له لوري ورکړل شوې شمېرې ښيي، چې د دغه رياست له لوري يوازې ۵۵ خصوصي وړکتونونو ته چې د ټولو وړکتونونو ۱۴ فیصده جوړوي، جواز ورکړل شوی دی.
هغه نوملړ چې د دې ادارې له لوري زموږ په واک کې راکړل شوی، ۴۴ وړکتونونه په کابل، يو په غزني، دوه په بلخ کې، يو په هلمند او يو خصوصي وړکتون په غور کې له يادې ادارې د فعاليت جواز اخيستی دی، چې په دې لېست کې ۶ داسې خصوصي وړکتونونه هم شته چې غير انتفاعي دي.
د يو شمېر هغو خصوصي وړکتونونو چارواکي چې پــه رسمــي ډولکــارکــوي او د وړکــتــون قانوني جواز لري، هم د ځينو وړکتونونو له غير معياري کړنو سر ټکوي او وايي، چې د دوی د فعاليتونو په وړاندې خنډ ګرځي.
دوی وايي، زيات شمېر وړکتونونه د دوی د وړکتونونو تر څنګ فعاليت کوي او د ماشومانو په جذب کې يې د دوی د هڅو مخه ډب کړې ده. د (آغوش مادر) وړکتون موسس طارق احسان علم وايي: ((زموږ د وړکتون تر څنګ داسې وړکتونونه شته، چې جواز نه لري او په خپلسري ډول جوړ شوي دي، دا زموږ په کارونو کې دخالت دی او زموږ د شاګردانو شمېر يې کم کړی دی. پخوا موږ له ۷۰ ډېر شاګردان لرل، خو اوس دا شمېره له پنځوسو هم كمه شوې ده.)) نوموړی وايي، په ځلونو مو دا ستونزه له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې ده، خو تر اوسه يې په اړه کوم اقدام نه دی کړی. د (خاتم النبيين) وړکتون بنسټګره او عمومي مديره مريم سجادي وايي، چې دوی ۴۷ زره افغانۍ د ضمانت په نوم او ۵ زره افغانۍ حکومت ته د جواز په نوم ورکړې دي او هره مياشت د کارکوونکو له معاشونو او لوحې حکومت ته ماليه ورکوي. خو مېرمن سجادي زياتوي، چې هغه وړکتونونه چې جواز نه لري او په خپل سري توګه فعاليت کوي، نه ماليه ورکوي او نه هم څوک شته چې مخه يې ونيسي. د غيرقــانــونــي فعاليت تر څنګ، غيرمعياري فعاليت او د مسلــکي ښوونکو نشت هم د خصوصي وړکتونونو عمده ستونزې دي.

غير معياري فعاليت
د وړکتونونو يوه بله جدي ستونزه هم غیرمعیاري فعالیت دی. د خاتم النبيين وړکتون مديره مريم سجادي وايي، ډېری وړکتونونه معياري نه دي او له فعاليتونو يې هم په سمه توګه څارنه نه کېږي: ((هغوی په کال کې يو ځل د نظارت لپاره راځي، چې هېڅ پايله نه لري او دا څارنه هم يوازې له هغو وړکتونونو کېږي، چې د کار کولو جواز لري، خو هغه چې زور لري او يا په کوڅو کې له جواز پرته فعاليت کوي، نه څارل کېږي.))
د وړکتــونــو نو او شیرخوارګاه مقررې پر بنسټ باید يو معیاري خصوصي وړکتون، مناسبه ودانۍ(لږ تر لږه د اوو خونو لرل، د ډوډۍ خوړو جلا خونه، کتابتون، ګدام، پخلنځی) د بکلوريا سند لرونکي ښوونکي، د روزنې او زدهکړې لپاره د اړتیا وړ وسايل، د طبي لومړنيو مرستو صندوق، د اطفايې توکي، د اړتيا وړ مډرن تشناب، د ماشومانو د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې اسانتیاوې او کارکوونکي، پاکې اوبه، د تګ او راتګ لپاره ترانسپورټ (د دواړو لورو د هوکړې پر بنسټ)، د تفریح ځای او نورې اسانتیاوې ولري.د وړکتونونو رييسه وايي، هېڅ وړکتون نه شي کولی، له پورته يادو شوو معيارونو پرته د فعالیت جواز ترلاسه کړي، خو د کليد ګروپ موندنې ښيي، چې ډېری وړکتونونه يادې اسانتیاوې نه لري او په خورا ټيټه کچه فعالیت کوي او تر څنګ يې ښوونيز مرکزونه او مدرسې هم جوړې شوې دي.
د يادولو ده چې حتا په قانوني او جواز لرونکو وړکتونونو کې هم داسې وړکتونونه شته چې پورته ياد شوي ټول معیارونه يې نه دي پوره کړي.

د مسلكي ښوونكو نشت
د مسلكي ښوونكو نشت د خصوصي وړكتونونو بله جدي ستونزه ده. د خصوصي وړكتونونو د نوې مقررې پر بنسټ د خصوصي وړكتونونو د ښوونكو د تحصیل تر ټولو ټيټه کچه د فوق بكلوريا تحصيلي سند درلودل دي، خو د كليد ګروپ موندنې ښيي چې په زيات شمېر خصوصي وړكتونونو كې هغه كسان د ښوونكو په توګه دنده ترسره کوي چې له دوولسم ټولګي نه وي فارغ شوي او يا تر دې هم ټيټه تحصيلي درجه لري.
له بل لوري د هېواد د وړكتونونو عمومي رياست هم په خصوصي سكتور كې د مسلكي ښوونكو نشت مني. د هېواد د وړكتونونو عمومي رييسه جميله نورستاني وايي: ((په خصوصي سكتور كې د ښوونكو كچه صفر ده او هغوی په ډېر كم معاش سره هغه كسان د ښوونکو په توګه ګماري چې ډېر لږ سواد لري ان تر دې چې د ښوونځيو د لسم ټولګي زده كوونكي هم په خصوصي وړكتونونو كې د ښوونكي دنده ترسره كوي.))
خو نوموړې ټينګار لري چې ډېر ژر به د دغو ستونزو مخه ونيسي.
د امكاناتو او پرسونل كموالی
د كار او ټولنيزو چارو وزارت د وړكتونونو رياست په چــوكــاټ كې د خـصــوصــي وړکتــونــونو د کنټرول، څارنې او هغوی ته د جواز د ورکړې لپاره يوازې يو امريت چې پنځه کارکوونکي لري فعالیت لري. د کار او ټولنيزو چارو وزارت يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط کلید ته وویل: ((د خصوصي سكټور د امريت په برخه كې يوازې يو امر، دوه مديران او دوه ماموران كار كوي چې دوی د څارنې، کنټرول، د جواز د وېش، د تضمین ترلاسه کولو او احصايې ټولې چارې ترسره کوي.))
د هغه په خبره، هغوی ان نقليه وسيله هم نه لري، څو د غير معياري او هغه وړكتونونو د فعاليت مخه ونيسي چې جواز نه لري.
هغه زياتوي، که څه هم په ځلونو يې غوښتنه کړې چې په خصوصي وړکتونونو د څار امريت ته دې د اړتیا وړ امکانات ورکړل شي، خو په خبره يې تر دې مهاله هېڅ پام ورته نه دی شوی.
په همدې حال کې د وړكتونونو تدريسي رييسه سیمین ازاد اکبرمیر هم د پرسونل د كموالي او ترانسپورتي امكاناتو نشت ته په اشارې وايي: ((له چارواكو مو دا غوښتنه كړې خو تر دې مهاله ورته پام نه دی شوی، له همدې کبله موږ نه يو توانېدلي چې له خصوصي وړکتونونو په ښه ډول څارنه وکړو.))
نوموړې زياتوي چې تر اوسه حكومت د خصوصي وړكتونونو د ثبت له درکه۲۲۰ زره افغانۍ او د تضمین له درکه دوه ميليونه افغانۍ ترلاسه کړې دي.
نوموړې زياتوي، اوسمهال ۱۸۴ ښوونكي په ۴۴ خصوصي وړكتونونو كې د ۱۲۱۶ ماشومانو د ساتلو او روزلو مسوولیت لري.

دولتي وړكتونونه
په افغانستان کې ۵۰ کاله وړاندې دولتي وړکتونونو فعالیت پیل کړی او له هغو ميندو سره يې مرسته کړې چې له کوره بهر دندې لري.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا د وركړل شوو شمېرو له مخې اوسمهال د حکومت په چوکاټ کې ۳۶۲ وړكتونونه فعاليت كوي چې د كار او استوګنې د سيمو اړوند وړكتونونه دي.
د هېواد د وړكتونونو رياست د معلوماتو له مخې، په كابل كې ۱۴۸ د كار د سيمو او ۳۶ د استوګنې د سيمو اړوند وړكتونونه او په ولايتونو كې ۵۷ د كار د سيمو او ۱۲۱ د استوګنې د سيمو اړوند وړكتونونه فعاليت لري.
د وړكتونونو رياست د چارواكو په خبره، اوس مهال د وړكتون په عمر د برابرو ۵ ميليونو ماشومانو له ډلې ۳۰ زره ماشومان په دولتي وړكتونونو كې تر روزنې لاندې دي.
د يو شمېر دولتي وړكتونونو د مديرانو د معلوماتو پر بنسټ ماشومان په دولتي وړكتونونو كې د شاملېدو له مخې ۲۰۰ افغانۍ حق الشمول او د مياشتې ۲۰۰ افغانۍ فيس وركوي، په داسې حال كې چې ياد وړكتونونه د دولت له ملاتړ برخمن دي او په كال كې په مليونونو افغانۍ عايد هم لري، خو بيا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دا ستونزې هومره دي چې وړکتونونه يې زندانونو ته ورته کړي دي.

غیر رسمي زندانونه
د ۳۶۲ دولتي وړكـــتــونــونــو له ډلې ۱۵۷ د استوګنې د سيمو اړوند دي چې د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې فعاليت لري، خو د كليد ګروپ موندنې ښيي چې د استوګنې د سيمې زيات شمېر وړكتونونه سره له دې چې له هر ماشوم د مياشتې ۲۰۰ افغانۍ فيس اخلي؛ لازم امكانات نه لري.
د ښوونكو كمښت، د قرارداديانو له خوا په وخت د غذايي توکو نه ور رسول، د بې كيفيته او په ځينو مواردو كې د فاسدو شوو غذايي موادو موجوديت، له ماشومانو سره د ښوونكو ناوړه چلند، د تفريح ځايونو نه درلودل او كرايي ودانۍ د استوګنې د سيمو د وړكتونونو عمده ستونزې بلل كېږي.
د استوګنې د سيمې د وړكتونونو يوه مدیره د نوم نه ښودو په شرط وايي، سره له دې چې د دې وړكتون د ښوونكو شمېر كم دی، خو بيا هم يو شمېر ښوونكي په خدمتي ډول نورو وړكتونونو ته لېږدول شوي.
د هغه په وينا، په وړكتونونو كې د ماشومانو د جذب ظرفيت لوړ دی، خو غذايي توکي په وخت نه ور رسېږي: ((كه لوبيا او نخود لرو، غوړي او سابه نه لرو، ځكه حواله شوي نه دي. هره ورځ له خپلو شخصي پيسو سابه او ترکاري اخلو.))
نوموړې وايي، که څه هم په پیل کې ميندو ته ويل كېږي چې ماشومانو ته يې په ورځ كې درې ځله خواړه وركول كېږي، خو له دې کبله چې غذايي توکي په وخت نه ور رسېږي، يو وخت خواړه هم په سختۍ برابرېږي: ((هېڅ يو مدير نه شي كولای خپلې ستونزې مطرح كړي ځكه دا وېره شته چې له دندې ګوښه شي.))
نوموړې د يادو ستونزو تر څنګ د بې كيفيته او فاسدو توکو يادونه هم کوي: ((مواد هم چې موږ ته رسېږي، ډېر خراب دي او موږ څو ځلې خپلې ستونزې مطرح كړې، خو څوك ورته پاملرنه نه كوي: ((غوښه او تركاري خرابه وي او مېوه هم چې تر موږ را رسوي نيمايي خرابه وي، تېر کال شيدې خرابې وې، راپور مو ورکړ، شيدې قرنطين شوې خو د هغې پر ځای يې بل هېڅ هم رانه وړل.)) نوموړې وايي، يادې ستونزې په ټولو دولتي وړكتونونو كې شته، خو د له منځه وړلو لپاره يې اراده نشته.
د كابل ښار د ۱۳مې ناحيې اړوند اونچي باغبانان سيمې د وړكتون مديره سميه نوروزي بیا په دغه وړکتون کې د تفریح لپاره د مناسب ځای له نشتون سر ټکوي: ((د دې وړكتون امكانات زيات نه دي، ودانۍ يې کرايي ده او تفريح ځای او شنه ساحه نه لرو، خو د ټولګيو د شمېر له اړخه ښه دی.)) نوموړې ټينګار کوي چې وړكتونونه د پوهنې بنسټ جوړوي او بايد ډېره پاملرنه ورته وشي.
له بل لوري د كابل ښار د وړكتونونو رييسه فروزان نظري د قرارداديانو له لوري وړکتونونو ته په وخت د غذايي توکو د نه رسولو ستونزه مني خو وايي کوم توکي چې ډېپو ته دننه کېږي د عامې روغتیا وزارت له لوري کنټرولېږي او که چېرې خراب وي، د ټاکلي پلاوي له لوري راټول او په ځای يې نور توکي وړکتونونو ته لېږل کېږي.
نوموړې زياتوي، همدا اوس هغه غوړي چې ټاکل شوې وه، وړکتونونو ته ووېشل شي، بېرته راګرځول شوي ځکه د عامې روغتیا وزارت له لوري نه دي تایید شوي.
د كابل ښار د دريېمی ناحيې د استوګنې په سيمه كې د زرغونه په نوم وړكتون مرستياله تورپيكۍ وايي، که څه هم د وړكتونونو رياست چــارواكـي د اضــافــه كــارۍ او د مــوټــر كــرايــې له امتيــازاتــو برخمن دي، خو د وړكـتونـونــو كاركوونكي له دې امتيازاتو بې برخې دي.
د هغې په خبره سره له دې چې يادې ستونزې يې څو ځلې له مسوولينو سره هم شريكې كړې، خو کومه پاملرنه ورته نه ده شوې.
له بل لوري د كابل ښار د وړكتونونو رييسه وايي چې هغوی د كار او ټولنيزو چارو رياست ته وړانديز كړی، څو د هغو ښوونكو لپاره چې د مامورينو د ترانسپورت له لارې يې تګ راتګ کاوه د ترانسپورت پيسې وركړي، خو نوموړې د وړكتونونو د ښوونكو د اضافه كارۍ په اړه وايي چې دا رياست د اضافه كارۍ د وركولو لپاره بودجه نه لري.

د ښوونكو ناوړه چلند
ګڼ شمېر ميندې د خپلو ماشومانو په وړاندې د ښوونكو له ناوړه چلند ګيله لري او وايي د ناچارۍ له مخې خپل ماشومان دې ډول مركزونو ته استوي.
دا ميندې وايي، د وړكتونونو د يو شمېر ښوونكو تر څنګ خدمې(خدماتي کارکوونکې) هم د ماشومانو له ميندو سره سم چلند نه لري او له ټاكلي وخت دمخه له ميندو غواړي چي خپل ماشومان له وړكتون بوځي.
يوې مور چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله کلید ته وویل: ((زموږ د استوګنې د سيمې په وړكتون كې ماشومانو ته ښكنځل كېږي او له غرمې وروسته د دې لپاره چې ويده شي، ښوونكي يې ګواښي.))
نوموړې وايي،د وړکــتـونکــارکوونکي تمه لري چې ميندې دې تر وخت مخکې خپل ماشومان له وړکتون بوځي، څو دوی ژر کورونو ته لاړې شي. نوموړې زياتوي، ماشومان یې وړكتون ته له تګ زړه توري دي او په زور ېې لېږي.
نوموړې وايي سره له دې چې څو ځلې يې دا ستونزه له چارواكو سره شريكه كړې، خو هغوی ورته پام نه دی کړی.

د کارځای وړکتونونه
د شمېرو له مخې اوس مهال په كارځايونو كې ۵۱۹ دولتي وړكتونونه فعاليت لري. كه څه هم دغه وړکتونونه د استوګنې سيمو اړوند وړکتونونو په پرتله ښه وضعیت لري، خو بیا هم په ښوونځیو کې فعال وړکتونونه له ستونزو سره مخ دي.
د كابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند رخشانې لېسې د وړكتون ښوونكې ليلا وايي، د ښوونځي له خوا د دوی لپاره امکانات نشته او هر څه ته چې اړتيا لري، خپله يې اخلي.
نوموړې زياتوي، يوازې يوه خدمه (کارکوونکې) لري چې هغه هم د ښوونځي په كارونو كې بوخته وي او د وړكتون ښوونكې پخپله د خدمې کارونه سرته رسوي.
د دې وړکتون بــلــه ښوونــکــې ربابه بختياري وايي، د ښوونځي چارواکو په سيوري کې يوه تحویلخانه د دوی په واک کې ورکړې چې د ټولګي کار ترې اخلي، خو د نوموړې په خبره، ماشومان تفریح ته اړتیا لري، اما امکانات يې نشته. نوموړې زياتوي د ښوونځي او د وړکتونونو د رياست تر منځ همغږي نشته چې د دوی ستونزې حل کړي.
له بل لوري بيا د رابــعــه بلــخــي د لېسې د وړكتون مديره مسعوده احمدي وايي، کوم امکانات چې لري هغه په تېرو کلونو کې د ايساف له لوري ورسره مرسته شوې او په خپله ښوونځی د وړکتون لپاره هېڅ اسانتیاوې نه لري: ((يوازې دوه ټولګي لرو او ودانۍ ديوال هم ترميم ته اړتیا لري، خو څوک نشته چې دغه کارونه ترسره کړي.))
له بل لوري د كابل ښار د وړكتونونو رييسه فروزان نظري شته ستونزې مني خو وايي، د کارځايونو اړوند وړكتونونو د خوراك او تجهيزاتو برابرولو مسووليت په اړوندو ادارو پورې اړه لري: ((د وزارتونو د وړكتونونو وضعيت ښه دی، خو ۵۹ وړكتونونه مو په ښوونځيو كې دي چې د ښوونې او روزنې وزارت له خوا ورته پاملرنه نه كېږي.))
نوموړې همداراز وايي، د و ړكتونونو رياست هر كال له هغو ادارو سره چې وړكتون لري، هوکړه لیکونه لاسليکوي، خو د نوموړې په خبره، په وروستيو دوو كلونو كې د پوهنې وزارت د دې هوکړه لیکونو لاسليك ته نه دی حاضر شوی.
خو د كابل ښار د پوهنې مرستيال محمد اصف انور وايي، د هغه پړېكړه ليك پر بنسټ چې دوی يې د كار او ټولنيزو چارو له وزارت سره لاسليکوي، دوی یوازې د وړکتون لپاره ځای برابروي او پاتې کارونه د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري ترسره کېږي: ((یوازې په ځينې مواردو کې يوه کارکوونکې هم موږ ورکوو.))
نوموړي دغه راز هغه تور چې ګواکې د پوهنې وزارت د کار او ټولنيزو چارو له وزارت سره هوکړه لیکونه نه لاسليکوي هم رد کړ او ټينګار يې وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې يې دغه ډول هېڅ مکتوب له ياد وزارت نه دی ترلاسه کړی او که اوس هم دغه ډول هوکړه لیک وجود ولري، دوی يې خپلو شرايطو ته په کتو لاسلیک ته چمتو دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA