ads

سوداګرې ښځې او نوې هيلې

هرات يو له هغو ولايتونو څخه دی چې ښځې يې په ټولنيزو او اقتصادي چارو كې دپام وړبرياوې او لاسته راوړنې لري، دوی تل زحمت باسي او د خپلو وروڼو تر څنګ د هېواد د اقتصاد په پرمختیا کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، خو د دې تر څنګ دوی په خپل کاري چاپېريال کې وخت ناوخت له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوې دي.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396
سوداګرې ښځې او نوې هيلې

هرات يو له هغو ولايتونو څخه دی چې ښځې يې په ټولنيزو او اقتصادي چارو كې دپام وړبرياوې او لاسته راوړنې لري، دوی تل زحمت باسي او د خپلو وروڼو تر څنګ د هېواد د اقتصاد په پرمختیا کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، خو د دې تر څنګ دوی په خپل کاري چاپېريال کې وخت ناوخت له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوې دي.
د دې مېرمنو له ډلې يوه هم جمیله رسولي ده. رسولي د هرات ولایت په خدیجة الکبرا ماركېټ كې د خوراكي توكو پلورنځی لري چې په خبره يې نوموړې څلور كاله دمخه په ۵۰زره افغانۍ پانګې سره په كار پيل وكړ، خو اوس د خپل كاروبار له وضعيت څخه ناهيلې ښكاري، وايي چې کار يې له زیان سره مخ دی: ((په پيل كې مې كار ښه روان و، يو څه ګټه يې کوله، خو دوه كاله كېږي چې بازارونه په ټپه درېدلي او سوداګرې ښځې پوروړې شوې هم دي.))جميله رسولي زیاتوي چې د هــرات ولايــت ســوداګــرې ښـځې د خياطۍ، شيرني پخولو،اوبدلو او په نورو برخو كې ښې وړتیاوې لري، خو د محصولاتو له پاره يې د خرڅلاو بازار نشته.
د خديجة الكبرا ماركېټ په هرات ولايت كې د ښځو د لاسي صنايعو د خرڅلاو له پاره يواځينی ماركېټ دی چې شپږ كاله پخوا جوړ شوی، په دې مارکېټ کې ۳۶تنه ښځې پلورنځي لري او سوداګرې ښځې ځكه ددې بازار له سوړوالي ګيله لري چې ياد بازار له ښار په لرې واټن کې پروت دی او خلك يې په آسانۍ سره هلته تلو ته زړه نه ښه كوي.
جمـــيــله هم چې دخــپلـــې كورنۍ ويجاړ اقتصادي حالت دښه كولو په هيله يې دې دندې ته رادانګلي دي اوس له خپل كار څخه ناهيلې شوې، دا وايي چې ډېری ستونزو يې د کار په مخه کې خنډونه جوړ کړي دي: ((په دې ماركېټ كې د پلورنځيو كرايې مياشت په مياشت دلوړېدوپه حال کې دي او دولت هم له موږ څخه هېڅ ډول ملاتړ نه كوي.))
جمیله زیاتوي چې د خپلو ستونزو په اړه يې څو ځله مسولينو ته خبر ورکړی، خو تر اوسه يې چا غږ نه دی اورېدلی.
د خديجة الكبرا په سوداګريز ماركېټ كې زيات شمېر سوداګرې ښځې د دولت له نه پاملرنې ګيله لري او وايي د دولت له خوا له هغوی څخه نه ملاتړ او د خلكو له خوا د هېواد د توليداتو نه كارول به د هغوی سوداګريزو چارو ته لوی زيان واړوي: ((كه وضعيت په همدې ډول پرمخ لاړ شي او دولت له موږ څخه ملا تړ ونه كړي ډېر ژر به په كور كېنو.))
له بلې خوا بيا د هرات ولايت د سوداګرۍ رياست سرپرسته جميله بهادري وايي په نږدې راتلونكي كې به د ښځو د لاسي صنايعو او كرنيزو محصولاتو د خرڅلاو له پاره يو دايمي بازار جوړ شي.
نوموړې زياتوي، وروسته له دې چې د زيات شمېر سوداګرو ښځو كاروبار له ماتې سره مخ شو، نو د سوداګرۍ وزارت په مرسته د دې دايمي مركز د جوړېدو تصميم ونيول شو. جيلاني فرهاد د هرات ولايت د والي وياند هم وايي چې دوی د مېرمنو له ستونزو خبر دي او ژر به ستونزې اوارې کړل شي: ((ډېر ژر به ياد بازار د جاپان هېواد په مالي مرسته جوړ شي.))
د ښځو له پاره د نوي سوداګريز ماركېټ د جوړېدو خبر د زيات شمېر ښځو له تود هركلي سره مخ شوی،د دوی په خبره به د دې بازار په جوړېدو سره د لا زياتو سوداګرو ښځو له پاره د كار اسانتیا برابره شي، خو د هرات ولايت سوداګرې ښځې غوښتنه لري چې د دې مارکېټ ځای باید بدل شي، که بیا کار پرې کېږي باید چې په ښار کې د ننه جوړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA