ads

د ميدان وردګ د نرخ ولسوالۍ د ابتدائيه څارنوالۍ رئيس وژل شوی

د ميدان وردګ امنيه قومانداني د دې ولايت د نرخ ولسوالۍ د ابتدائيه څارنوالۍ د رئيس د وژل كېدو خبر وركوي.
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني كليد ته وويل، څارنوال ميروس پرون له رسمياتو وروسته كله چې د ولايت مركز ته روان و، د ده افغانانو په سيمه كې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396

هغه زياته كړه، ياد څارنوال له لرې په نښه شو او ساه يې وركړه.
اميني ټينګار كوي، چې دا پېښه د پوليسو تر جدي تعقيب لاندې ده او ډېر ژر به د نرخ ولسوالۍ د ابتدائيه څارنوالۍ د رئيس د ترور عاملين وپېژندل او ونيول شي.
د دې پېښې مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګ د لومړي نمبر لويې لارې په اوږدو كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې په ترڅ كې يې يو طالب وژل شوى او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د پوليسو په وينا، ياده جګړه پرون وروسته له هغې پيل شوه، چې طالبانو د امنيتي ځواكونو اكمالاتي كاروان په نښه كړ.
دوى زياتوي، چې افغان ځواكونو ته په دې پېښه كې هېڅ زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA