ads

د ستاينې وړ هڅې

د عامې روغتيا وزارت په کابل کې د وروستيو بريدونو ټپيانو ته په اشارې سره وايي چې هېوادوالو ته د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو او بېړنيو پېښو ته د رسېدو لهپاره بايد په كابل كې څو معياري روغتونونه جوړ او د اوسنيو روغتونونو امكانات ډېر کړل شي.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396
د ستاينې وړ هڅې

د عامې روغتيا وزارت په کابل کې د وروستيو بريدونو ټپيانو ته په اشارې سره وايي چې هېوادوالو ته د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو او بېړنيو پېښو ته د رسېدو لهپاره بايد په كابل كې څو معياري روغتونونه جوړ او د اوسنيو روغتونونو امكانات ډېر کړل شي.
د دغه وزارت د مركز د روغتونونو مشر ډاكټر محمدسلــيم رســولــي له كــلــيــد سره په يــوه ځانــګــړې مركه كې په كابل كې د وروستيو امنيتي پېښو ټپيانو ته د خدمتونو د وړاندې كولو په اړه وويــل، د كابل ښار د روغتونونو ډاكټرانو تر خپله وسه هڅه وكړه چې د وروستيو پېښو ټپيانو ته لازم خدمتونه وړاندې كړي خو زياتوي چې د كابل ښار اوسني روغتونونه د كابل د اووه ميليونه نفوس لهپاره كافي نه دي. رسولي زیاتوي: ((د عامې روغتيا وزارت كمې بودجې ته په پاملرنې سره له ټولو ډاكټرانو مننه كوي چې د روژې په دې مباركه مياشت كې يې د خپلو ورځنيو كارونو تر څنګ د وروستيو پېښو ټپيانو ته هم لازمه رسيدګي وكړه.))
د هغه په خبره د كابل ښار د زنبق څلور لارې له چاودنې څخه يې يواځې په يوه ورځ كې له ۵۱ډېر ټپيان عمليات کړي دي، سره له دې چې عمليات خانه كوچنۍ او د ډاكټرانو شمېر ېې هم كم دی خو كاري ډله يې په دې توانېدلې چې پېښو ته ښه رسیدنه وكړي.
ډاكټر محمدسليم رسولي په ورته وخت كې د يو شمېر زورواكو او چارواكو له چلند څخه هم سرټكوي او وايي، کله چې دغه كسان روغتون ته مراجعه كوي، نو له ډاكټرانو سره ښه چــلنـــد نه كوي او ان تر دې چې ډاكټرانو ته سپكې سپورې هم وايي او فزيكي تاوتريخوالى هم ورسره كوي: ((د عامې روغتيا وزارت تمه له خلكو نه دا ده چې له ډاكټرانو سره ښه چلند ولري كه څه هم موږ تل په خپلو ډاكټرانو ټينګار كړی چې له ناروغ لرونکو سره دې له حوصلې كار واخلي خو بيا هم موږ له دواړو لوريو هيله لرو چې له يو بل سره ښه چلند وکړي.))
په همدې حال كې د وزيرمحمداكبرخان د روغتون سرطبيب ډاكټر نجيبالله نثار وايي، د كابل ښار د زنبق څلور لارې د چاودنې له پېښې يوسل او څلور تنه ټپيان او اته څلوېښت تنه مړي ياد روغتون ته وړل شوي وو، چې په وينا يې د ټپيانو په وخت سره درملنه وشوه خو درې جسدونه اوس هم په ياد روغتون كې له دې كبله پاتې دي چې د پېژندلو نه دي.
په ورته وخت كې د وزيرمحمداكبرخان د روغتون د جراحۍ څانګې يو تن ډاكټر چې ځان يې د ډاكټر واكمن په نامه را وپېژانده وايي، دوى د وروستيو څو امنيتي پېښو ټپيانو ته له ستړيا پرته روغتيايي خدمتونه وړاندې كړي خو له حكومت غواړي چې د درملو په برخه كې د روغتونونو اړتياوو ته پام وكړي او لږ ترلږه د بېړنيو حالاتو لهپاره ورته د درملو ذخيرې زياتې كړي.
ډاكټر واكمن د خپلې هغې ورځې د کار په اړه چې لسګونه ټپيان يې عمليات كړي وو وايي: ((موږ د ستړيا احساس نه بلكې د دې احساس درلود چې څنګه وكولای شو خلكو ته خدمت وكړو او ژوند يې وژغورو.))
په همدې حال كې د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي چې دوى به د كابل ښار د يو شمېر روغتونونو د هغه ډاكټرانو د هڅو ستاينه هم وكړي چې په تېرو څو ورځو كې يې د ټپيانو په درملنه كې نه ستړې كېدونكې هڅې كړې دي. په ورته وخت كې عام خلك او د ملي شورا يو شمېر غړي هم د كابل ښار د روغتونونو د هغو ډاكټرانو د هڅو ستاينه كوي چې د وروستيو امنيتي پېښو پر مهال يې د ټپيانو په درملنه كې زيار ايستلى.
د ملي شورا غړى غلام فاروق مجروح وايي، د ډاكټرانو د دغه نه ستړې كېدونكو هڅو مننه په ژبه نه شي پوره كېدى او نوموړى ورته له الله تعالى څخه د دغه زيار او هڅو د بدلې وركولو غوښتنه كوي.
د يادولو وړ ده چې په كابل كې د ورستيو چاودنو او د لاريون په تاوتريخوالي كې سلګونه كسان ټپيان او لسګونه نور ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA