ads

د توکو بيې لوړې شوې

د روژې مبارکې مياشتې په راتګ سره د هېواد د نورو ښارونو په څېر په جلال اباد ښار کې هم د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396
د توکو بيې لوړې شوې

د روژې مبارکې مياشتې په راتګ سره د هېواد د نورو ښارونو په څېر په جلال اباد ښار کې هم د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ننــګــرهـــار یو شمــیر مدني فعالان او عام ولسونه وایي، هټیوال په خپل سر د خوراکي توکو بیې لوړوي، چې د ښاروالۍ چارواکي یې، په کنټرول کې پاتې راغلي دي.
جلال اباد ښار ته د بېلا بېلو ولسوالیو څخه راغلو یو شمیر خلکو کلید ته وویل، په روژه کې د ټولو توکو بيې لوړې شوې دي.
دوی وایي، چې هټیوال په خپل سر بيې پورته کوي او د ښاروالۍ چارواکي یې هېڅ ډول پوښتنه نه کوي: ((وروره د پوښتنې یې څوک نشته بس هر دوکاندار په خپل سر نرخونه پورته کوي.))
د جلال اباد يوه بل اوسېدونکي کلید ته وویل: ((بس ټول زور یې له غریب ولس نه وزي، که چېرته چارواکي راشي او یو دوکاندار جریمه کړي، ولاکه بل بیا داسې په خپل سر نرخ پورته کړي.))
په همدې حال کې بیا یو شمېر ننګرهار میشتي مدني فعالان وایي، چې هټيوال دې د مسلماني او انساني عواطفو له مخې بيې نه لوړوي.
مدني فعال مصطفی کلید ته وویل، چې د ښاروالۍ د پلټنې مدیریت چارواکي دې د بيو په کنټرول کې هټیوالو ته عامه پوهاوی ورکړي، چې د روژې په میاشت کې خپلې بيې کمې کړي: ((په نوره نړۍ کې روژه کې هټيوال نرخونه کموي، خو بدبختانه چې زموږ په هېواد کې بیا خلک دا احساس نه لري او په لوی لاس یې پورته وړي.))
له بل لوري د جلال اباد ښار یو هټيوال مني، چې ډیری هټيوال په خپل سر په روژه کې بيې پورته کوي، خو نوموړی وایي، چې خپله يې په روژه کې د توکو بيې نورې هم راټيټې کړې دي.
هغه د کلید د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې روژه د برکتونو میاشت ده او هټيوال دې د ثواب په خاطر په نرخونو کې کموالی راولي: ((زه یوازې په روژه کې نه بلکې بوزه کې هم دوکانداري کوم، هر قسم خلک شته خو زه یوه خبره کوم، چې هېڅکله مې روژه کې دا ظلم نه دی کړی، چې نرخونه دې لوړ کړم.))
له بل لــوري د جلال اباد ښــاروالــۍ چارواکي وایي، چې دوی د ټول ښار په پلورونکو کنټرول لري.
د جلال اباد ښاروالۍ د پلټنې مدیر شفیع الله ستانکزي له کلید سره په خبرو کې وویل، چې دوی له روژې وړاندې هم د ښار په بېلا بېلو برخو کې د ورکړل شوو، نرخ نامو څخه څارنه کړې ده.
نوموړي د کلید د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دوی په دغه برخه کې هغه هټيوال چې له نرخ نامو یي، سرغړونه کړې مجازات کړي هم دي: ((موږ له روژې وړاندې او هم په روژه کې خپل نرخونه هر وخت کنټرولوو او هر وخت یې څارو، که څوک پړه وپیژندل شي، نو له هغوی سره به قانوني چلند ترسره شي.))
که څه هم د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي په هره روژه کې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول خبره کوي؛ خو په هره روژه کې د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د یخ نرخونه ډېر لوړېږي، چې حتا کله نا کله په دغه ښار کې یوه کنده یخ تر زرو کلدارو هم په لوړه بیه پلورل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA