د افغانستان او ويسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ دوهمه لوبه د كوربه هېواد ويسټ انډيز په ګټه پاى ته ورسېده.
د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
د كركټ ملي لوبډلې د سيالۍ د ۳۷ اعشاريه ۳ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاكه، چې له ډلې يې ګلبدين نايب ۵۱ منډې جوړې کړې.
د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډله وتوانېده، چې ياد هدف ته ځان ورسوي، د ۳۹ اعشاريه ۲ اورونو په لوبولو او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې په څلورو وېكټو ماتې وركړه.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه كې افغانستان ويسټ انډيز ته په ۶۳ منډو ماتې وركړې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېيمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د راتلونكې پنجشنبې په شپه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ