ads

لوګر كې ۲ ځانمرګي بريد كوونكي نيول شوي

په لوګر ولايت كې دوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته له رسېدو مخكې نيول شوي دي.
د لوګر ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ضياء الدين او محمدالله په نومونو دغه ځانمرګي بريد كوونكي پرون مازديګر د امنيتي ځواكونو له لوري په بركي برك ولسوالۍ كې ونيول شول.

نویسنده: sarwan
22 غبرګولی 1396

د سرچينې په وينا، دواړه بريد كوونكي د بركي برك ولسوالۍ اوسېدونكي دي او غوښتل يې، چې پر همدې ولسوالۍ بريدونه وكړي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، ضياء الدين او محمدالله د قاري زبيح الله د ګروپ غړي، چې له حقاني شبكې سره تړاو لري.
سرچينه وايي، چې نيول شوي كسان اوس مهال په بركي برك ولسوالۍ كې له امنيتي ځواكونو سره دي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې امنيتي ځواكونو په هلمند او ميدان وردګ ولايتونو كې هم دوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته تر رسېدو وړاندې نيولي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA