ads

فراه: د وسله والو طالبانو په کمین کې يو عام وګړی او ۲ پولیس وژل شوي

چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې دوه پولیس او یو ملکي کس وژل شوي دي.
د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري کلید وویل، دا پېښه د یاد ولایت د پشت کوه ولسوالۍ په اړوند قلاته شېردل کلي کې وروسته له هغه رامنځته شوې، چې امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې ګزمه کوله.

نویسنده: sarwan
22 غبرګولی 1396

د فراه د والي ویاند په وینا، د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې مخالفې ډلې ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فراه ولایت د هېواد په جنوب لوېديځ کې پروت دی، چې وسله وال طالبان د یاد ولایت په ځينو ولسوالیو کې فعاليت لري او کله نا کله د امنیتي ځواکونو سره جګره هم کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA